د بلوچستان اؤ پښتونخوا نه د پولیو نورې څلور پېښې مخې ته راغلې دي

په پاکستان کې د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو څخه د پولیو نورې څلور پېښې مخې ته راغلي چې دې سره د روان کال په اوږدو کې پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 37ؤ ته رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې د روغتیا د ملي ادارې د سیوري لاندې د فعالیت کوونکې پولیو ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ د دې تازه پېښو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې تازه پېښو کې درې د بلوچستان اؤ یوه د خېبر پښتونخوا څخه مخې ته راغلې ده.

د لیبارټرۍ د مخې د بلوچستان په پښين ضلعه کې یوې ماشومې جینۍ، اؤ چمن اؤ نوشکي کې دوؤ ماشومانو ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې هم یوې ماشومې جینۍ ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پېښه مخې ته راغلې ده.

چارواکي وایي سږکال پاکستان کې د پولیو ټولې37 پېښې مخې ته راغلي چې دې کې یوازې د بلوچستان څخه 20 پېښې رپورټ شوې دي.

همدا شان د سیند صوبې نه 10، د خیبرپښتونخوا نه5 اؤ د پنجاب او اسلام آباد نه د پولیو یوه،یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې د پولیو د مخنیوي چارواکي وایي چې سږکال د بلوچستان څخه په ګڼ شمیر کې د پولیو د پېښو مخې ته د راتلو یو علت دادی چې دغه صوبه کې د روانو احتجاجونو اؤ اړي ګړي له امله په یو شمیر سیمو کې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو په رسولو کې خنډان راولاړ شوي وؤ.

د پولیو دا څلور تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې ټاکل شوې ده په ګرد پاکستان کې د 28م اکتوبر نه د پولیو د مخنیوي کمپین پیل کېږي چې پکې به د پینځوؤ کالو نه د کم عمر تر څلور نیم کروړو زیاتو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکول کیږي.

پولیو هغه مضره ناروغي ده چې ماشوم د ټول عمر لپاره معذوروي ، دا ناروغي له نورې ټولې نړۍ څخه ختمه شوې ده خو یوازې په پاکستان اؤ افغانستان کې لا اوس هم پاتې ده