فريډم نېټ ورک: په پاکستان کې د ۳۳ ژورنالسټانو په قاتلانو کې يو ته هم سزا نه ده ورکړی شوې

په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې (فريډم نېټ ورک) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په تېرو شپږو کلونو کې په پاکستان کې ۳۳ ژورنالسټان وژل شوي خو د ژورنالسټانو په قاتلانو کې يو ته هم سزا نه ده ورکړی شوې.

فريډم نېټ ورک څه وايي؟

د فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وايي، "د دې رپوټ نه اندازه لګي چې په پاکستان کې د ژورنالسټانو څه حال دی ۳۳ ژورنالسټان وژل شوي د يو قاتل ته سزا نه ده ورکړی شوې".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي خټک وویل،"په دومره شمېره کې د ژورنالسټانو وژنې، او بيا دا چې تراوسه پورې هغوی د انصاف په تمه دي، دا ښايي چې پاکستان د ژورنالسټانو دپاره په هغو خطرناکو هېوادونو کې شامل دی چرته چې په ژورنالسټانوڅوک ګوزارونه کوي هغوی يا خو ډېر زورور دي او يا قانون ډېر کمزوری دی".

خټک زياتوي په داسې حال کې ازاد ژورنالزم کول ګران کار دی او که څوک د ازاد ژورنالزم هڅه کوي نو د هغه د وژلو کوششونه هم ورسره شورو شي.

ژورنالسټان وژل د مالوماتو حق تروړل دي

اقبال خټک وايي د ژورنالسټانو وژنه او هغوی ته خطرناکه فضا جوړول د خلکونه د مالوماتو حاصلولو بنيادي حق تروړل دي.

فريډم نېټ ورک دا رپوټ په داسې حال کې جاري کړی چې په دوېم نومبر د ژورنالسټانو پرضد د جرمونو ختمولو نړیواله ورځ نمانځل کيږي.

دا غېر دولتي اداره وايي "د ۳۳ ژورنالسټانو وژونکي ازاد دي او يو ژورنالسټ ته انصاف نه دی ورکړی شوی".

په رپوټ کې ویل شوي يواځې په تېر يو کال کې اووه ژورنالسټان وژل شوي دي.

د ژورنالسټانو دپاره تر ټولو خطرناکه سيمه

په رپورټ کې د ژورنالسټانو دپاره تر ټولو خطرناکه سيمه خېبرپښتونخوا ياده کړی شوې چې پکې په شپږو کلونو کې ۱۱ ژورنالسټان وژل شوي، په پنجاب کې نهه، په سيند کې اووه او بلوچستان کې پينځه او اسلام اباد کې ژورنالسټ وژل شوی دی.

د ژورنالسټانو دښمنان څوک دي؟

فريډم نېټ ورک ويلي د ژورنالسټانو تر ټولو خطرناک دښمنان (نامالومه) دي او په شپږو کلونو کې په ۳۳ ژورنالسټانو کې ۱۸ د نامالومو کسانو(عناصرو) د لاسه وژل شوي دي.

اداره وايي ژورنالسټانو ته نور ګواښونه د ترهګرو ډلو،د سياسي او مذهبي ډلو نه هم دي.

حکومت د ژورنالسټانو د ساتنې په اړه څه وايي؟

اقبال خټک وايي، کله چې دوی د حکومتي واکمنو سره د ژورنالسټانو د ساتنې په اړه ليده کاته کوي نو د دغه خوا نه هم دومره فکر مندي نه لیدل کیږي.

خټک زياتوي دلته د هر ډول جرمونو دپاره ځانګړي عدالتونه دي لکه د ترهګرۍ ضد عدالتونه چې جوړ شوي دي، دوی هم غواړي چې د ژورنالسټانو پرضد د جرمونو دپاره دې هم داسې عدالتونه جوړ کړی شي.

د تحريک انصاف په حکومت کې ژورنالزم او خبري ادارې

په پاکستان نه يواځې ژورنالسټان د ګواښونو سره مخ دي وژل کيږي بلکې خبري ادارې هم د سخت فشاراو سنسرشپ سره مخ دي.

خبریالان او د رسنیو مالکان وایي، په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره که یوې خوا ته په خبري ادارو بندیزونه زیات شوي، خو ورسره سم په زرګونو خبریالان د بجټ د کمښت له امله له مطبوعاتي ادارو څخه ایستل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو د نړیوالې اتحادیې د رپوټ له مخې په ټوله نړۍ کې د اظهار د ازادۍ په اړوند د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې پاکستان پر ۱۴۲م نمبر دی او د تېر یو کال په مقابله کې په دې هېواد کې د اظهار ازادي نوره هم کمه شوې ده، چې حکومت د ښکاره سنسرشپ په وسیله پر مېډیا فشار اچوي.