په افریقایي هیواد نایجیریا کې د تېلو ټانکر د شنبې- خالي په ورځ د چپه کېدو وروسته چاودېدلی دی چې په نتیجه کې یې هغه 70 کسان مړه شوي چې د تېلو ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
د خبري اژانس 'ای ایف پي' د راپور له مخې، د نایجیریا په وسطي سیمه کې د تېلو یو ټانکر چپه شو چې له هغې وروسته ځایي خلک د تېلو راټولولو لپاره د ټانکر شاوخوا ورټول شول، خو لږ وروسته په ټانکر کې یوه زوروره چاودنه وشو چې له امله یې 70 کسان مړه شول.
د نایجر ایالت د مرکزي سړکونو د خونديتوب ادارې (ایف آر ایس سي) مشر کمار سوکوام ویلي، دا پېښه د خالي د ورځې په سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې د 60 زره لیټره تېلو وړونکی ټانکر د پلازمېنې ابوجا او د شمالي ښار کاډونا ترمنځ پر سړک یو څلورلاري کې چپه شو.
هغه د ای ایف پي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د وژل شوو کسانو شمېر 70ؤ ته رسېدلی دی. ډېری وژل شوي کسان لا هم نه دي پېژندل شوي، خو موږ د پېښې په ځای کې د معلوماتو راټولولو لپاره کار کوو.
د ایف آر ایس سي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خلکو یوه لویه ډله د ټانکر شاوخوا د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوې وه، کله چې په ټانکر کې ناڅاپي اور ولګېد او دې اور بل ټانکر هم وسوځاوه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تر اوسه د پېښې له ځایه 60 مړي ترلاسه شوي دي.
په نایجیریا کې تېر کال د صدر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، بولا ټینوبو په تېلو ورکړل کيدونکی رعایت ختم کړی ؤ چې له امله یې د خوراکي توکو او نورو شیانو بیې لوړې شوې دي.
په نایجیریا کې د تېلو د بیو په پرلهپسې ډول د لوړېدو امله مظاهرې هم پیل شوې، او خلک د دا ډول پېښو پر مهال د تېلو ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولو ته زړه ښه کوي.
تېر کال د سپټمبر په اتمه نېټه د نایجیریا په شمالي مرکزي سیمه کې د تېلو ټانکر له یو بل موټر سره د ټکر وروسته چاودنه وکړه، چې په پایله کې لږ تر لږه 48 کسان وژل شوي وؤ.
په همدې ډول د 2024 کال د اکتوبر په 16 نېټه د نایجیریا په یوه بله پېښه کې د تېلو ټانکر د چاودنې په پایله کې 170 کسان وژل شوي وؤ.
په 2020 کال کې د ایف آر ایس سي په راپور کې راغلي و، چې په دغه کال کې د تېلو د ټانکرونو د سوځېدو 1531 پېښې ثبت شوې وې، چې له امله یې تر 536 زیات کسان وژل شوي وو.