په امریکا کې د حکومتي بندیز نه متاثره کارکونکو سره خیراتي مرستې

په امريکا کې د حکومت ځېنې برخې د بنديدو لکبله په دويم ځل سرکاري کارکونکو خپله تنخواه نه ده اخستې. د دغه حکومتي بندیز یا شټ ډاؤن لکبله سرکاري کارکونکي د یو شمیر ستونزو سره مخ شوي دي.

د دغه وفاقي کارکونکو سره د مرستو یو شمیر مرستندویه ادارې هلې ځلې کوي او په بیلا بیلو ښارونو کې د دغه کسانو لپاره يو شمير ویړیا خوراکي مرکزونو هم پرانستل شوي.

په نيویارک ښار کې هم يو دغه شان مرکز حکومتي کارکونکو ته نه يواځې خوراکی شيان ورکوي، دغه مرکز کې د دوي د شخصي پام لرنې توکي او د نورو وساېلو اغستلو معلومات هم ورکوي.

د نيو یارک بارکلې دغه مرکز ته راتلونکو خلکو ته پاستا، چرگ، ساسيج، ميوه او سبزيانې ورکړل کيږي. په دغه مرکز کې کارکونکي وايي دوي د رخصتۍ په ورځ هم خلکو کې خوراکي توکي تقسیموي.

یاد مرکز ته د نيو يارک ښار د خوراکي توکو د خوندي ساتلو سرکاري مرکز (فوډ بنک) لخوا خوراک ورکړل کيږي چه په ټول نیویارک ښار کې په پېنځو کسانو کې د یو د خوراک پوره پام ساتلې شي.

د دغه خیراتي ادارې مشر افسر فرانسيسکو تايزن وايي د حکومت بنديدو وروسته مونږ ډيرو کورنيو سره کمک کوؤ، داسې کورنۍ چې وړاندې د داسې وخت نه چرته نه دي تیرې شوي.

د حکومتي کارکونکو سره د مرستو یا کمک کولو دا مرکز د لوبو په يو ميدان کی پرانستل شوې. په دغه میدان کې د مرکز پرانستلو په اړه فرانسيسکو وايي: ٫٫ اکثره خلک د خېرښېگړې مرستې په اسانه نه شي ترلاسه کولی، ځکه دوي د دې کار سره نه وي بلد. دغه خلک داسې میدانونو ته وړاندې تلي راغلي وي، نو دلته په مرستو ترلاسه کولو به دوي ځان بد وه نه ګڼي، یا به بده خاطره ونلري.

کله چې مرکز خلاص شو نو په وړومبي ساعت یا ګهنټه کې ١٥٠ کورنۍ دغلته راغلې. دوي لپاره هلته په ميزونو د خوراکي توکو پيکټې تيارې پرتې وې. دوي وايي په دې بد وخت کې دا د دوي سره لوې کمک دی.

د شټ ډاون له وجې اغیزمنده يوه سرکاري ملازمه الزبيت فورډ وايي ٫٫ ښه ده چې ما سره دا مرسته وشوه، ځکه ځه او ځوی مې کولی شو د دې نه یو څو ورځې ګټه پورته کړو.٬٬

يو بل کارکونکی ايډلر کنالز وايي مونږ يو څه بچت لرلو خو اوس چې د حکومت بنديدو نژدې يوه مياشت کيږی او دا معلومه نه ده چې دا به څومره ورځې نور غځیږي نو دا په سخت وخت کې ډيره مرسته ده.

د مرستو یا کمک مرکزونو انتظام کونکي وايي دا خدمات به تر هغه ورکول جاري ساتي تر څو چې حکومت بيرته خلاص نه ‍شي.

Your browser doesn’t support HTML5

په نيو یارک ښار کې يو مرکز حکومتي کارکونکو ته وړیا خوراکی شيان ورکوي