د غلام احمد بلور غمجن تصویر: "پښتو اسانه، نه ده خلکه"

اتیا کلن سپین ږیری پښتون سیاست مدار غلام احمد بلور د پښتنو په قامي سیاست کې د دوامداره زیار او همت یو علامت گڼل کیږي.

د غلام احمد بلور نن یو تصویر په ټولنيزو رسنیو کې راغلی دی او ورباندې بحثونه روان دي.

دغه تصوير داسې ښکاري گویا د حاجي غلام بلور په ملت پال سیاست کې د پنځوسو کالو ریښتونې کیسه بیانوي.

په سوشل میډیا د خلقو خیال دی چې په دې تصویر کې دغلام بلور په مخ تاثرات د وطن او قام سره د مینې، ننگ، همت او نه ختمیدونکې قربانیو کیسه ده.

تصویر په پېښور کې د عوامي نیشنل گوند د پېښور ښار د صدر سرتاج خان د هدفي وژنې نه ورستو د احتجاجي مظاهرې په وخت یو شوقیه فوټوگرافر فرید افريدي اخستی دی.

په تصویر کې د ښاغلي بلور په مخ ژور غم لیدل کیږي، د هغه سترگې داسې ښکاري لکه مسلسلو اوښکو بهیدلو وچې کړي وي.

په دغه تصویر کې د غلام بلور د سترغلو لاندې مخ سور لکه الوان دی.

د هغه د وریځو او لیمو تر منځ فاصله ختمه شوی ده.

که څه هم دغه تصویر مجسمِ غم دی خو د حاجي بلور سر پکې اوچت ښکاري.

په تصویر کې غلام بلور کیمری ته گوري، د فیس بک د یو کمینټ تر مخه غلام بلور شاید ویل غواړي د وطن او قام په سیاست کې د باچاخان د قافلې د ملنگ سر غوڅیدل زده دي خو ټیټدل یې نه دي زده.

ښاغلي بلور د خپل یو زوي شبير بلور، کشر ورور بشير بلور او وراره بيرسټر هارون بلور جنازې په خپلو اوږو اوچتې کړي دي،پښتانه سیاسي پوهان وايي د پښتون سیاست په ازغنه لاره کې سرونه ورکول د بلور خاندان روایت جوړ شوی دی.

شفق مشتاق نومې یو تن ورته په فیسبک لیکلي دي:
بلور کورنۍ فخر د پښتون شو - شهیدان ېی په تاریخ کې مثالونه"

دغلام بلور د دغه تصویر په حقله نن په سوشل میډیا په روانو بحثونه کې سیاست مدار او قانون دان سليم خان د غلام بلور دتصوير سره یو شعر نقل کړی دی:

په یو ساعت کې سړی بوځي د وختونو شاته

خدای خبر څه وي ددې بعضې تصویرونو شاته

وتلي لیکوال خادم حسین ورته لیکلي دي:

"د خدایي خدمتگارو د قافلې یو ملنگ، د درد علامت او د عوامي نیشنل پارټۍ سیاسي مشر نن هم د جبر خلاف سوزونکي میدان کې ولاړ دی. غلام احمد بلور نن هم ځوانانو سره څنگ په څنگ د پښتنو ځوانانو د ټارگټ کلنگ (هدفي وژنې) تپوس کوي"

تکړه لیکوال فیصل فاران لیکلي دي:

"دې سړي کې دباچاخان روح دی، ماداسې کس ونه ليده دفنافي العشق درجه ده، نن دمشر بلور شکل وصورت هم داسې ښکاري لکه بوډا ځپلې باچاخان
دې تصوير داسې خفه کړم لکه باچاخان راته گيله من گوري داتصوير نه دی د پښتون قامي الميه انځور شوې، ياره زړۀ مې ورته راډک شي"

فبصل فاران خپله تبصره د پښتو ژبې په دغه ټپه راغونډه کړې:
پښتو اسانه نه ده خلکه
څوک چې پښتو کړي پښتۍ ماتې گرځوينه