غني خان : شاعر، نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان (1914 – مارچ 15 1996)

پښتانه پوهان متفق دي چې غني خان یواځې د نوم غني نه بلکې د هغه هنر او شخصيت دواړه غني وو. غني خان دشاعرۍ نه پرته نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان هم وو.

د پوهانو په اند غني خان د سياسي او عملي ژوند اثر د خپل پلار خداي خدمتګار باچا خان نه اخستې ؤ.

دغني خان څلورویشتم تلين نن په مارچ 15 په پاکستان او افغانستان کې لمنانځل کیږي.

نن د باچاخان ټرسټ د سېوري لاندې په باچاخان مرکز پېښور کې په غني خان یوه دستوره کې د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان، د غني خان لمسي مشال خان، نوموړي سياستدان او د غني خان نزدې ملګري هاشم بابر، نوموړي شاعر پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، پروفېسر ډاکټر احمد علي عاجز او د غني خان مئينانو ګډون وکړو۔

د پیښور څخه خبریال محمد عمران وي او ای ډیوه ته وویل د غني مېلې په نوم راجوړې يوره ورځنۍ دستوره کې په وړومبي ځل "د غني رنګونه" په نوم د پېنټنګ يوه مقابله يا سيالي هم وشوه چې پکې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلا آرټ سکولونو 16 زده کوونکو برخه واخسته۔

د پېنټنګ يوه مقابله يا سيالي وشوه چې پکې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلا آرټ سکولونو 16 زده کوونکو برخه واخسته۔ وړومبی پوزيشن د عبدالولي خان پوهنتون پښتونخوا کالج آف آرټس عامر، دوېم هم د ياد کالج زده کوونکي عاصم او درېم پوزيشن د خانه فرهنګ پېغلې لالي ظرف شاه وګټو۔

نن د ډیوه په خپرونه کې ډاکټر زبیر حسرت وویل غني خان د شلمې پېړۍ د پښتو د نظم یو ډیر لویې شاعر ؤ-

شاعری یې د خپل دور د روایتي انداز نه بیله په جدیدو لارو کړې- په نظم کې یې په عصري سیاسي، مذهبي او غیر منطقي روایتي رویو په ډاډ زړه نيوکې کړي.

د هغه په شاعرۍ کې علامتي انداز نه پرته په حقيقي انداز کې د پښتنی ټولنې د اصلاح هڅه شوې.

د غني خان نظم چرگ

خوراک کوی د سپي او مسلې د ملایانو

بانګونه د بلال او لنګولی د چنګڼیانو

پرتوګ دی یاره نه شته خو شمله نیغه د خان

شل ښځې دی ساتلې خو سحر واېي اذان

په جنګ کې بهادر او مستانه لکه چنګیز

په مینه کې بی شرمه بی پروا لکه انګریز

وربوز دې د قاضي دی طبیعت دی د هټلر

آواز دی د پخڼو دی او انداز د منسټر

انجام دی ای مجنونه د ډیران

یو ورځ به وروستی بانګ اوکړی

ډوډۍ به اوکړي خان

د ډیوه په يوه خپرونه کې کوربه بهروز خان ته ​ډاکټر وقار علی شاه واي غني خان د پښتنو په مزاج پوهه و او د پښتنو د وطن او تاريخ نه خبر و ځکه يې چې کوم نظمونه په هغه وخت کې ليکلي نو نن هم سل په سله د حالاتو سره سم او د خپلې خاورې په رنگ او وږمو کې انغښتي دي لکه د مثال په توگه د غني خان دا دوه ترانې چې پښتنو ته يادې دي او نن هم پرې د زړه مينه ماتوي.

ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

او يا بيا دا چې

خوږ دی ماته ملک زما خوږ تر کل جهان

زه به ځم په جنگ د قام زه چې شمه ځوان.

غني خان لومړۍ ذدکړې د پېښور د ميشن سکول نه کړې وې بیا د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې مدرسې پيل شوې نو هلته داخل شو.

غني خان په هند، امریکا او یورپ کې هم ذدکړې کړې وې. غني خان انځور گري او مجسمه سازي د رابندر نات ټېگور په سکول شانتي نکيتن کې ذده کړي وو.

غني خان په کال 1945 کې د هند د پارلمان غړی ټاکل شوې ؤ.

غني خان د پاکستان د حکومت قېد په بند کې "د پنجرې چغار" کتاب لیکلی ؤ.

دغه کتاب "د غني کليات" کښې هم شامل دى۔

هغه د پښتون زلمی په نوم وسله وال تحريک جوړ کړې ؤ.

غني خان د باچا خان مشر ځوی او د اتمانزو د خان بهرام خان نمسی ؤ.

غني خان په 1914 کې زیږیدلې او په 1996مارچ 15 په حق رسیدلې ؤ.

غني خان په يو شعر کې وايي​

د سيند د سپينو شگو نه مې جوړ كړو يو محل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران كتل

قالين مې په كې خور كړو د سرو پاڼو د گلاب

ووچت يې دېوالونه د سازونو د رباب

يوازې زه بادشاه ومه په سر مې تاج د غم

په خوا كې مې دلبره وه موسكۍ سترگې پر نم