د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل وي او اې ډیوه ته ویلي، دوی معلومات تر لاسه کړي چې ګلالۍ له ای ایس ای سره ده او هغه اندېښمن دی چې ورسره زور او فشار نه کار اخیستل کیږي.
له وي او ډیوه سره په مرکه کې پروفیسر اسماعیل وویل چې ګلالۍ اسماعیل پرون په اسلام اباد کې تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږل شوې او تر اوسه یې د ځای ځایګي هېڅ پته نه لګي.
ګلالۍ اسماعیل او د پي ټي ایم یو شمېر نور غړي په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه احتجاجي غونډه کې د غورځنګ د وژل شوي غړي ابراهیم ارمان لوڼي غندنه کوله.
تر نیول کیدو نه مخکې ګلالۍ اسماعیل په یو ټویټ کې لیکلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته د پریس کلب مخې ته د احتجاج اجازه نشته خو د جماعت دعوه او په نړیواله توګه په ترهګرۍ تورن شوو تنظیمونو ته په ښکاره د مظاهرو اجازه شته.
Pashtun Tahaffuz Movement workers have been arrested from Press Club not allowing us for protest while JuD, an internationally proscribed terorist org is openly holding a demonstration. #PTMProtestsWorlWide #PTM @manzoorpashteen
— Gulalai_Ismail (@Gulalai_Ismail) February 5, 2019
د ګلالۍ اسماعیل د نیولو پر ضد په ټویټر باندې یو شمېر خلکو پیغامونه ورکړي او د هغې د بې درکۍ په اړه یې اندېښنې ښودلې.
اعجاز اپریدي پښتین لیکلي: "دا د ترهګرو ریاست دی چې غواړي د مظلوم ولس غږ چپ کړي. ګلالۍ اسماعیل زمونږ ویاړ ده."
This is a terrorist state and wants to silence the voice of oppressed nation. @Gulalai_Ismail is our pride.
— Ijaz Afridi Pashteen (@AfghanWatanwal) February 6, 2019
نفیسه مشتاق لیکلي: "ګلالۍ اسماعیل چیري ده؟ مونږ د مېرمنو جي ۷ کوهسار پولیس سټېشن ته هم ورغلو. لږ تر لږه مونږ ته د هغې پته خو را وښايئ."
Where is @Gulalai_Ismail we checked in the women%27s police station in G 7 then kohsar police station? At least let us have the whereabouts of our activists#ReleasePTMActivists
— Nafeesa Mushtaq (@nafeesaM9) February 6, 2019
تېر کال د پښتونخوا صوبې د صوابۍ پولیسو د ګلالۍ اسماعیل نوم له هېواده بهر د سفري بندیز په لیسټ کې واچاوه.
په پاکستان کې یو مرستیال څارنوال (ډپټي اټارني جنرل) د اسلام اباد محکمې ته ویلي چې په ایګزټ کنټرول لسټ کې د ګلالۍ اسماعیل د نوم د اچولو سبب د هغې ریاست مخالفه فعالیتونه دي، خو هغه دا نه دي ویلي چې ګلالۍ اسماعیل د ریاست په ضد څه فعالیتونه کړي دي.
پاکستاني چارواکو د دې خبرې پخلې نه دی کړی چې ګلالۍ اسماعیل د استخباراتي ادارو سره ده او که د پولیس په ولکه کې ده.