نړیوال ترهګرحافظ سعید په پاکستان کې ښکاره سیاسي فعالیتونه کوي

د امریکا او ملګرو ملتونو لخواه ترهګر ګرځوول شوې د پاکستان مذهبې تندروه ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د جمعې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پوځي مرکز سره نژدې یوې لوې غونډې ته وېنا کړې ده.

د دفاع پاکستان کونسل د سوري لاندې د پنډۍ ښار په لېاقت باغ کښې د امریکا لخوا په اسرايل کې خپله سفارتخانه یروشلم ته د وړلو پر ضد احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې کښې حافظ سعید د امریکا دغه ګام د اسلام په ضد ښکاره جنګ بللی.

د جماعت الدعوه دغه مشر دا وینا په داسې حال کړې چې امریکا پاکستان ته په خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد کاروايي نه کولو په سر د سختو نتېجو خبردارې هم ورکړی.

په پاکستان کې د جمعیت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سمېع الحق په مشرۍ کښې جوړ دفاع پاکستان کونسل په ېو شمېر مذهبي سیاسې ګوندونو په ګډه جوړه کړې ده. په دغه کونسل کښې د جماعت الدعوه نه علاوه حرکت المجاهدېن، انصارالاسلام، او د سپاه صحابه شان غیر قانونه ګرځول شوې ډلې هم شاملې دي.

د سېاسې چارو څېړونکی ډاکټر خادم حسېن په پاکستان کې د غیرقانونه ډلو لخواه سیاسي فعالېتونه گ رېاستې ادارو لپاره ازمېښت ګڼي او وايي د دې کارونو سره د پاکستان رېاستې ادارو لخوا د ترهګرو په ضد د عملېاتو په دعوو پوښتنې راپورته کیږي.

ښاغلی خادم حسین وي او ای ډیوه ته زیاتوي ٫٫ ګاونډې هېوادونو کښې د اړې ګړې ذمه وار تندرو ډلو په جار داسې فعالېتونه او د سېاسې طاقت مظاهرې پاکستان په نړې کښې نور هم ېواځې کوولی شي٬٬.

پاکستان کښې سېاسي مشران او د څېړونکو لویه شمېره د تندروه ډلو فعالېتونو باندې د ډېر وخت راهسې نېوکې کوي. د پاکستان مرکزي حکومت مخالفه پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وېره لري امریکا د حافظ سعید په ضد هم هغه رنګ کاروايي ترسره کولی شي، څنګه چې يې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ضد د پاکستان اېبټ اباد ښار کښې تر سره کړې وه.

امریکا او هند په حافظ سعید تور لګوي چې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبې ښار کښې شوي ترهګره برېدونو په شا لاس لري. او ملګرو ملتونو او امریکا د حافظ سعید په سر انعام هم اعلان کړی.

د پاکستان حکومت روان کال د جنورې په مېاشت کښې حافظ سعید په خپل کور نظر بند کړی وو، خو د تېر نومبر په مېاشت کښې لاهور هايي کورټ د حافظ سعید د خوشې کولو امر کړې وو.

امریکا د حافظ سعید لخواه د پاکستان په سېاسې عمل کښې برخه اخستو باندې هم اندېښنې څرګند کړي، خو سره ددغه اندېښنو حافظ سعید تېره اونۍ لاهور کښې د خپل سېاسې ګوند د دفتر پرانسته هم کړې ده.

د حافظ سعید سره د ګوند سره تړاو لرونکې کاندېدانو په وورستو کښې په لاهور او پيښور کښې شوو ضمنې ټاکنو کښې برخه اخستې وه او په زرګونو وټونه يې هم ترلاسه کړي وو.