د ايډز نړیواله ورځ: په پاکستان کې د ايډز په ناروغانو کې خطرناکه اضافه ولې روانه ده؟

نن د سمبر اوله نیټه، د ایچ ايي وي ایډز د مخنیوي د ورځې په توګه په داسې کې لمانځل کیږي چې د پاکستان په ګډون ټوله نړۍ د کورونا د وبا د لاسه د سختو چیلنحونو سره مخ ده. ماهران وايي ممکن ده ددې وبا د لاسه په راتلونکو کلونو کې د ایچ ايي وي په رنځورانو کې نوره اضافه وشي.

رپورټونه وايي پاکستان د نړۍ په هغو 11 هیوادونو کې دی چرته چې د ایچ ايي وي رنځوران ورځ تر بله سوا کېږي.

روان کال د جولايي په میاشت کې د پاکستان د صحت پارلیماني سیکترې نوشین حامد ویلي وو په هیواد کې د ایچ ايي وي ایډز 25000 تصدیق شوي رنځوران دي خو ټوله شمیره یې 183000 زره ده.

خو څو میاشتې د مخه د پاکستان د ایډز د مخ نیوي د پروګرام مشر ډاکټر عبدالبصیر اڅکزي وایس اف امریکه ته دا شمېرې نورې هم ډېرې یادې کړی وې. هغه ویلي وو د ایډز تصدیق شوي ناروغان نزدې 40000 زره ده.

د ډاکټر اڅکزي په خیال په دې شمېرو کې په تېزۍ سره اضافه ځکه کېږي چې خلک ددې مرض حال نه ويل غواړي.

د پېښور د حیات اباد میډېکل کمپلېکس ډاکټر فاروق وایس اف امریکه ډیوه ته ويلي دي دا مرض په طبعي عمله کې هم خپرېږي ځکه چې کوم خلک ناروغان وي هغويي خپله معاینه او ټېسټ نه کوي او دا معلومه نه وي چې د کوم تن علاج روان دی هغه ته ایچ اي وي ایډز دی. هغه وویل د جنسي مباشرت او وېنې د لارې د خپرېدلو نه علاوه:

“نيډلز (ستنې) بیا بیا استعمالول هم ددې یو غټ علت دی”

یواځې د پاکستان په پختونخوا صوبه کې 5570 رنځوران رجسټرډ دي. په دويي کې څه د پاسه 1100 ښځې هم دي.

ماهران وايي ددې رنځ په حقله چې کله څوک خبر شي نو بیا هغه تن زیاتره د تنهائ ښکار شي. ډاکټر فواد الله خټک وايي:

“کله چې د دوي نه په کور، علاقه کې نفرت شورو شي نو بیا دوي زهني مریضان شي”

د ډاکټر اڅکزي په خیال باوجود ددې چې په هیواد کې نزدې سل داسې مرکزونه دي چې هلته ددې مرض ټیسټونه کیږي خلک ټیسټونه نه کول غواړي.

ماهران وايي د پاکستان د سنده صوبې لاړکانه ښاریه ددې رنځ غټ مرکز جوړ شوی دی او یواځې په رتو ډېرو مرکز کې 1500 کسان رجسټرډ شوي دي.

په شهید بینظیر بټو میډیکل انسټي ټیوټ کې د کمیونټي میډېسن ډین ډاکټر سعید شیخ وايي په لاړکانه کې ددې رنځ په تیزۍ سره د خپرېدلو یو غټ علت دا دی چې دلته د نشه ایزو موادو د پاره سرنجونه کارول کېږي او کوم ناروغان چې د بهر هیوادونو نه ځان سره دا رنځ راوړي هغويي دا خبره پټه ساتي.

د پاکستان د صحت وزارت ويلي دي د هیواد په جیلونو کې هم دا مرض په تېزۍ سره خورېږي. د رپورټ تر مخه روان کال د هیواد په جیلونو کې د ایډز نزدې 500 رجسټرډ رنځوران وو.

د ملګرو ملتونو د صحت نړیواله اداره واي پاکستان د نړۍ په 11 هیوادونو کې یو دی چې د ایډز ناروغي پکې ډېره په تېزۍ خورېږي.

د ادارې د پاکستان څانګې رپورټ وايي د پاکستان په ګډون په نوره نړۍ کې هم ددې رنځ د لاسه د مړه کیدونکو په شمېره کې خطرناکه تیزي روانه ده.

تیرکال په ټوله نړۍ کې نزدې اووه لاکه د ایډز یا دې سره تړلو ناروغیو د لاسه مړه دي.

د ملګرو ملتونو د ایډز د مخنیوي پروګرام وايي سږکال د ایډز د مخنیوي ورځ په داسې حال کې کېږي چې نړۍ د کورونا د وبا سره مخ ده.

اداره وايي د کورونا وبا د لاسه ددې رنځ په مخنیوي کې چیلنحونه لا هم سوا شوي دي.

ادارې د نړۍ په هیوادونو غږ کړی دی چې ایچ ايي وي او نورو وباګانو د مخ نیوي لپاره پنګې سوا کړي.

اداره وايي د کورونا وبا په وجه ممکن ده په راتلونکو کلونو کې ایچ ايي وي د لاسه د مرګونو شمیره نوره سوا شي.

اداره وايي د 100,000 نه تر نزدې 300,000 اضافي خلک ایچ اي وي نه اغیزمن کیدی شي او د کال 2022 پورې د 70,000 نه یو 150,000 پورې اضافي کسان مړه کیدی شي.

اداره وايي دا وخت په نړۍ کې نزدې 38 میلینه خلک د ایچ ايي وي ایډز ښکار دي د 26 میلینو درملنه روانه ده. په کال 2019 کې نزدې 7 لکه کسان دې وایرس سره تړلو ناروغو وژلي دي.