ایچ آر سي پي: پاکستان کې تېر کال 392 ښځې د "غېرت" په نوم وژل شوې دي

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ آر سي پي) ویلي په تېر 2024م کال کې له جنورۍ تر نومبره 392 ښځې د "غېرت" په نوم وژل شوې دي.

د پاکستان "آج" ټي وي د خالي- شنبې په ورځ په یو رپورټ کې د ایچ آر سي پي د سرچینو له قوله لیکلي چې تېرکال د پاکستان په پنجاب ایالت کې تر ټولو زیاتې ښځې د غېرت په نوم وژل شوي چې شمېره یې 168 ده.

رپورټ وایي چې په دغه کال سیند صوبه کې د غېرت په نوم 151 وژنې ریکارډ شوي اؤ په خېبر پښتونخوا کې بیا 52 اؤ بلوچستان کې 19 پېښې مخې ته راغلي.

په اسلام اباد کې د غېرت په نوم د دوؤ وژنو پېښې رپورټ شوې دي.

رپورټ کې د ایچ ار سي پي په حوالې ورکولو سره ویل شوي چې په ملک کې تېرکال په 1969 ښځو جنسي تېری شوی اؤ د کورني تشدد 299 پېښې مخې ته راغلې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2024م کې د پاکستان دننه 30 ښځې سوځول شوي اؤ په 43ؤ تېزاب پاشل شوې دي.

د آج رپورټ کې د سرچینو له خولې زیاته کړل شوې ده چې تېرکال پاکستان کې په 11ؤ جینکو په جبري توګه مذهب بدل کړل شوی اؤ په نورو پېښو کې 980 ښځې وژل شوې دي

د ایچ آر سي پي په وینا، په پاکستان کې هر کال د غېرت په نوم د وژنو په پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي، چې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه جدي ستونزه ده.

تر دې وړاندې د بشري حقونو د غیر دولتي سازمانونو په بیلابیلو رپورټونو کې ویل شوي وؤ چې په پاکستان کې په 2023 کال کې لږ تر لږه 470 کسان د غیرت په نوم وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې ښځې وې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)هم په خپل راپور کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال نزدې 1000 ښځې د غېرت په نوم وژل کېږي.

د ایچ آر سي پي په وینا، د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې قانون پځای کوونکې ادارې اړین اؤ سمدستي ګامونه پورته کړي او د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

دغه کمېسیون ټینګار کوي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب او د تاوتریخوالي مخنیوی باید د حکومت او ټولنې په لومړیتوبونو کې شامل وي.

د نړیوال اقتصادي فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې په 142م نمبر ولاړ دی.

هم دغه شان د ملګرو ملتونو د 2023م د رپورټ ترمخه په پاکستان کې 53 فیصده جينکۍ د 33 فيصده هلکانو په مقابله کې هیڅکله سکولونو ته نه دي تللې چې په دې هیواد کې د جنسي نابرابرۍ خطرناکې نخښې دي.

په پېښور کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایله رضا وي او اې ډیوه ته وایي په 2016م کال کې د "غېرت په نوم د وژنو" د مخنیوي لپاره پاکستان کې سخت قوانین جوړ شوي، خو په هغې قوانینو تر ننه سم عمل نه کیږي چې له دې امله اوس هم د غېرت په نوم د وژنو لړۍ دوامداره ده.

هغه وایي د غېرت په نوم چې کومې ښځې یا سړي وژل کیږي نو دغو وژنو کې اکثره د وژونکو نزدې خپلوان لاس لري اؤ هغوي یا خو دا وژنې پټي ساتي اؤ که کله مخې ته راشي نو بیا پکې راضي نامې وشي اؤ وژونکي له سزا بچ پاتې شي.

د ښځو د حقونو مبارزې ډاکټر فرزانه باري په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال وقار احمد ته ویلي وؤ و"د ښځو په ضد ټولنه کې موجود د سخت دریځه سوچ په ختمولو کې د بده مرغه زموږ رياست او تعليمي ادارې هیڅ کردار نه لوبوي او موږ د ښځو د صنفي برابرۍ، بشري حقونو او انصاف په اړه د يو متبادل سوچ د جوړولو کوشش کوو".