اېچ ار سي پي: کرونا وبا ته ځواب - د عمران خان په حکومت د اولس باور کم شوی 

Human-Rights-Commission-of-Pakistan-HRCP

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په یو تازه رپورټ کې ویل شوي د کرونا وبا مخنیوي ته د پاکستان تحریک انصاف حکومت پورته شوي ګامونو نه پاکستاني اولس خوشحاله نه دی او په حکومتي مشرانو د اولس باور کم شوی.

د هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان (اېچ ار سي پي) لخوا خپور شوي دغه رپورټ کې ویل شوي، د هیواد په صحي نظام کې د وړاندې نه موجود امتیازي سلوک او د برابرۍ نشتوالي کې د کرونا وبا به ورځو کې زیاتوالی راغلی.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مشر کامران عارف وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويلي، په موجوده حالاتو کې بې وسه او غريب خلک د خپلو حقونو نه بې برخې پاتې کېږي.

کامرانا عارف زياتوي: ٫٫چې مزدوري او کارونه روزګارونه ختم شو نو د حکومت سره هیڅ تګلاره نه وه چې د بې وسه خلکو سره څه امداد وشي او یا ورته د روزګار نورې لارې هوارې شي. سره د دې په ټولنه کې لږکۍ د امداد نه محرومه پاتې شوي. د مذهبي لږکيو ترڅنګ په جسماني توګه معذوره خلکو کې دغه ګراني لا زياتېږي ځکه چې امداد ورکوونکي هم اکثر جانبدار کردار ادا کوي.٬٬

د بشري حقونو د کمېشن ترمخه پاکستان کې ۲۵ فيصده خلک د کرونا وبا په وخت د حکومتي ګامونو نه خوشحاله دي او شاوخوا ۹۴ فيصده خلک د کرونا وبا نه متاثر شوي دي.

د رپورټ ترمخه ۵۰ فيصده خلک دريځ لري چې د امداد ورکولو په مهال د مذهبي لږکيو ټولنه د امداد نه بې برخې پاتې کېږي او ۷۰ فيصده خلک دا سوچ لري چې په دې وبايي حالاتو کې په زنانوو په کورني تشدد کې زياتوالی راغلی.

ياد کمېشن د حکومت نه غوښتنه کړې چې د کرونا وبا په دې ورځو کې دې زده کوونکو ته دې د انټرنټ اسانتياوې ورکړي.

د خېبرپښتونخوا خبريال مشتاق يوسفزی وايي د کرونا وبا نه وړاندې چې کوم ګامونه حکومت له پورته کول پکار وو هغه نه وو پورته شوي او پاکستان کې د وړاندې نه د څار نظام کمزوری دی. د نوموړي په وینا په غریځو سیمو کې د کرونا وبا د ټېسټ یا معاېنې هېڅ اسانتياوي نشته.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت بیا دريځ لري،‌ د کرونا د لاسه پیدا شوي معاشي ستونزو له امله هیواد ته د درې زره اربه روپو نه زيات تاوان رسیدلی.‌

د عمران خان حکومت وايي د کرونا وبا نه اغېزمنو شوو خلکو لپاره یې د احساس پروګرام لاندې ۱۲۰۰ اربه روپۍ مرستې اعلان کړي. د دغه پروګرام مشرې ثانيه نشتر په ټولنيزو رسنيو ويلي،‌ بې وسه خلکو ته ورکړل کیدونکې پېسې د ۱۴۴ اربه روپو نه ۲۰۳ اربه روپو ته سېوا کړی شوي او نژدې ۱۷ میلینه کورنۍ به د دغې نه ګټې ترلاسه کوي.‌

اېچ ار سي پي په خپل رپورټ کې دا غوښتنه هم کړې چې حکومت بايد د خلکو روزګارونه بچ وساتي، موجود وسايل په کار راولي او غېر ضروري دفاعي مصرف راکم کړي.