ایي ایم ایف:سږکال به پاکستان کې د اقتصادي ودې کچه 3.5 او دګرانۍ شرحه 20 فيصد وي

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د بهرنیو مالياتي اړتياؤ او زر مبادلې ذخیرو ته د اډانې لپاره به پاکستان په موجوده مالي کال کې 41 اربو ډالرو ته ضرورت لري

نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف دپاکستان لپاره د روان مالي کال د اقتصادي وضعیت په اټکلونو کې ویلي چي سږکال به د هېواد د اقتصادي ودې کچه 3.5 فيصدي او د ګرانۍ شرحه به نزدې 20 فيصدي وي.

داقتصادي چارو کارپوهان وايي که د پاکستان د زرمبادلې ذخیره د جون 2023م ترپایه د 16.2 پکار کچې ته ونه رسېده نو په راروان مالي کال کې به پاکستان ځل بيا ايي ایم ایف سره د پور نوي پروګرام ته ضرورت لري.

اقتصادي ماهرين په پاکستان کې ويجاړونکو سېلابونو ته په کتو وايي په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د اټکلونو نه هم کمه کيدی شي او د دې لازم نتیجه به په هېواد کې په غربت او بې روزکارې کې اضافه کيدل وي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي ايي ایم ایف د پاکستان لپاره سږکال د اقتصادي ودې کچه ځکه راکمه کړې چې درامدات کم کړي.

هغه زياتوي ايي ایم ایف په خپلو اټکلونو کې د پاکستان دننه د سېلابونو اثرات نه دي شامل کړي او که دا په کې شامل کړی شي نو کېدای شي چې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه د ايي ایم ایف د 3.5 فيصدي څخه 2 فيصدي ته راکمه شي.

هغه وايي که څه هم ايي ایم ایف د 19.2 فيصدي ګرانۍ د کچې اټکل کړی خو اوسمهال حالاتو ته په کتو دا کچه له دې هم زياته کېدای شي.

هغه وويل که چيرې د جون کال 2023 پورې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخایر تر 16 ارب ډالرو ونه رسېدل نو حالات به نور هم خراب شي، ځكه چې د روان مالي کال په لمړو کې دا ذخیره نزدې 18 اربو ډالرو ته رسېدلې وه خو اوس دا یوازې 8 اربه ډالره پاتې شوې ده.

دنوموړي‌ په وینا که چرې دا کچه نوره هم را کمېږي نو له دې امله پاکستان راتلونکې مال کې يو ځل بيا ايي ایم ایف ته د نوي پروګرام لپاره رجوع کولی شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د بهرنیو مالياتي اړتياؤ او زر مبادلې ذخیرو ته د اډانې لپاره به پاکستان په موجوده مالي کال کې 41 اربو ډالرو ته ضرورت لري.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه دي نيوز په خپل يو رپورټ کې د اقتصادي ماهرينو د قوله د ايي ایم ایف لګولې اندازه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د اقتصادي جمود علامه ګرځوي ولې چې ايي ایم ایف د هېواد د مجموعي ودې کچه د تېر کال د 6 فيصدي نه د روان مالي کال لپاره 3.5 ته راښکته کړې ده.

خبريال او د اقتصادي چارو څېړونکي مهتاب حېدر د وي او ای ډيوه سره د ایي ایم ایف په اټکلونو خپله تجزیه کې وايي د اقتصادي ودې او ګرانۍ په اړه د ايي ایم ایف د اټکلونو لازمه نتیجه به دا وي چې په غريبۍ او بې روزکارۍ کې به اضافه کېږي.

نوموړي وويل پاکستان به سږکال نزدې 22 ارب ډالره بهرني پورونه بېرته ادا کوي او بلخوا ایي ایم ایف وايي باید چې د پاکستان دغېر ملکي زر مبادلې ذخیره چې اوس مهال 7.8 اربه ډالره ده شاوخوا 16.5 ارب ډالرو ته ورسوي مطلب پاکستان ته به په روان کال کې د 8 اربو ډالرو نور ضرورت وي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي اوس دا د پاکستان د خزانې د وزارت او مرکزي بېنک لپاره يوه ستره ننګونه ده چې د روان مالي کال په اخېره کې د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې تر 16.2 څنګه رسوي ځکه چې پاکستان ته به د بهرنیو پورونو بېرته ورکولو لپاره نزدې د 33 اربو ډالرو ضرورت هم وي.