آي ایم ایف د پاکستان معاشي پرمختیا کې د چټکتیا اؤ ګرانۍ اؤ بې روزګاري کې د کمي اټکل کړی

نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د پاکستان معاشي ترقۍ کې د چټکتیا اؤ ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ کې د کمي اټکل کړی دی.

پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور له منظورۍ ورکولو وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې د پاکستان د معیشت په هکله خپل راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي روان مالي کال کې د پاکستان د معاشي پرمختیا رفتار 3.2 فیصده ته سیوا کیدای شي.

تېر مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه 2.4 فیصدي وه.

رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د افراط زر کچه 9.5 فیصدي ته راکوزیدای شي چې تېر مالي کال کې 23.4 فیصدي وه.

همدا شان ویل شوي چې محصولات سیوا کیدای شي اؤ د معیشت 15.4 فیصدي ته رسیدای شي چې تېرکال 12.6 فیصدي وؤ.

د آي ایم ایف په رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د ګرانۍ اوسط کچه د 23.4 فیصدي نه راکوزه شوې اؤ د 9.5 فیصدي پاتې کېدو امکان دی.

رپورټ کې ویل شوي چې د بې روزګارۍ کچه د 8 فیصدي نه 7.5 فیصدي ته راکوزیدای شي .

همدا شان آي ایم ایف اټکل کړی چې د پاکستان د بجټ خساره د 6.8 فیصدي نه 6.1 فیصدي ته راتلی شي.

خو په دې رپورټ کې به آي ایم ایف د حکومت په ذمه د ورپورې پورونو د کچې لوړېدو اندېښنه ښودلې ده.

رپورټ وایي چې روان مالي کال کې د خام زدمبادله ذخیرې سیوا کیدای اؤ 12.75 اربه ډالرو ته رسیدای شي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ پاکستان ته د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د اسټيټ بینک تر مخه د دغو پيسو نه د وړومبي قسط په توګه یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر اوړمه ورځ پاکستان ته ورکړل شوي دي.

تېره ورځ لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شریف ویلي، آي ایم ایف استازي منلې ده چې پاکستان د ترقۍ په لوري روان شوی، د ګرانۍ بوج پکې په کمېدو دی اؤ اقتصادي وده پرمخ روانه ده.

پروسکال داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط وکړي خو بیا تېرکال د جولاي میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي ,,دا مونږه نوې قرضې اخلو چې زړې قرضې ورباندې ستنې کړو ځکه چې زمونږه برآمداتو کې اضافه نه کیږي او هم دغه شان زمونږ د ټیکسونو هدف هم نه پوره کیږي او دا د تشویش وړ خبره ده،،

نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔

خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي۔

د خبریال طاهر امين په وینا "آي اېم اېف غواړي چې پاکستان د ټېکسونو جال خور کړي او په وړو دوکاندارانو به يا چرته چې ټېکسونه نه وي لګېدلي هلته به ټېکسونه لګوي، آي اېم اېف دا هم وايي چې د ځمکو په کاروبار او زراعتو ټېکسونه ولګوې او امکان لري چې په راتلونکي وخت کې وړوکی بجټ راشي او نور ټېکسونه ولګي".

د پاکستان د ټېکسونو مرکزي ادارې دا امکان رد کړی دی چې روان مالي کال 2024-25 کې نور ټېکسونه ولګوي.

د ټېکسونو اداره وايي په مالياتي نظام کې ضروري بدلونونه راولي چې د فایلر يا نان فایلر ترمېنځه فرق ختم کړي۔

روان مالي کال د پاره مرکزي حکومت د ټېکسونو هدف 12 زره 900 او 77 اربه روپۍ ټاکلی خو اداره وايي د روان مالي کال په ړومبیو دوو مياشتو کې د ټېکسونو راټولو هدف سل اربه روپۍ خسارې سره مخ دی.