پښتانه ليکوالان د ناین ايلېون د ترهگرۍ حملو وروستو د نړۍ بدليدونکي حالاتو ته— سملاسي په فکري لحاظ ویخ او بیدار وو؟ دويي د نړۍ د سیاسي او جعرافيايي بدلېدونکې نقشې په خپل ژوند د کیدونکي ممکنه اثراتو ادراک لرلو؟ ددې تپوسونو سکوټ او رښتونې ځواب دی– نا! نو اخر ولې ؟
وتلی پښتون شاعر رحمت شاه سایل وايي تر پينځو کالو پورې پښتون ليکوال ته دا احساس هم نه ؤ چې څه روان دي- البته د ناین ايلېون د بوږنونکې حملې نه ورستو دا وخت د پښتون ليکونکي په ليک کې ددې هرڅه یو شعوري اثر ليدل کیږي.
وتلی پښتون محقق ډاکټر محب وزير په خپل کتاب "په پښتو ناول او افسانه د یولسم سپتمبر اثرات" کې ليکي د یولسم سپتمبر نه پس دې پېښې د پښتنو ليکونکیو فکرونه هم ولړزول " شعوري او غیر شعوري توگه باندې د پښتنو ليکونکیو قلمونه د پښتون قامي او نړیوال سیاست په اړه زیات فکر مند شول"
په پښتو ادب کې د ناین اېلېون پېښې ته په ناول او افسانه کې توجو ډیر په تواتر سره خو نه ده شوې خو په دې موضوع یو شمېر کتابونه ضرور ليکل شوي دي چې پکې د سعدالدين شپون، پروفېسر راز محمد راز، فاروق سرور، طاهر افريدي، آرش ننگیال، وږمه سبا عامر، حیات روغاني، ډاکټر لیاقت تابان، شيرين ذاده خدوخېل، او د محب وزير ناولونه او افسانې مهمې دي.
د ارواښاد سعدالدين شپون ناول ښائستو په افغانستان کې د نړيوالو استخباراتي ادارو اي اېس اي، سي اي ای او کی جي بي لپاره د کارکونکو افغانانو په ژوند ليکل شوی دی. ډاکټر محب وزير وايي شپون په خپل ناول کې د تاريخ تشريح داسې کړې ده چې ددغه وطن د هر کردار نظریات پکې د وخت سره بدل شوي دي.
د فاروق سرور ناول سگوان کې په نړیوال طاقت امريکه په علا متي انداز کې سخت ټکونه شوي دي. د سگوان یو مرکزي کردار ماماگی دی چې د خپلې خاورې او ددې شتمنۍ خوندي ساتل غواړي.
تربوزک د طاهر اپريدي ناول دی چې د نهم سپتمبر د پېښې نه ورستو د پښتنو په خاوره د جهاد په نوم د تود شوي جنگ احاطه کوي. ډاکټر محب وزير وايي دغه ناول په بنیادي توگه د علم او جهل، د شعور او بې شعورۍ، روښان فکرۍ او بنیاد پرستۍ د تصادم په صورت کې ليکل شوی دی.
په نورو ناولونو کې د ډاکټر لياقت تابان ځوريدلي سره یو شو، دمحب وزير او کاروان روان شو، د ارواښاد پروفیسر راز محمد راز عاشو لمر او باران اوري ، د حیات روغاني نينځک ، د ځوان ليکوال آرش ننگیال اولسمشر ما وژلی، د وږمه سبا عامر جنت کوټ او داسې نور په څه نه څه شکل کې د ناین اېلېون د پېښې په تناظر کې ليکل شوي دي.
په افسانو کې د طاهر اپريدي افسانه لمبې لمبې یادونه، د قیوم مروت ډينگ، د حسينه گل توره بلا او د شيرين ذاده خدوخېل هُما افسانې مهمې دي-
د شيرين ذاده خدوخېل د افسانې هما ټول کردارنه د مرغانو په ژبه کې ليکل شوي دي په دې افسانه کې د قام د مشر په وژلو بې قلاري جوړیږي. ډاکټر محب وزير وايي دغه افسانه ډېره د لوړې کچې افسانه ده-
په پښتو شاعرۍ کې د ددې پېښې اثرات ډېر په گډ وډ انداز کې موندل کیږي، زیاتره پښتو شاعرانو په دې موضوع په خپل غزل کې یو شعر ارو مرو ليکلی دی خو کوم شهره افاق نظمونه چې په افغانستان باندې د روس د یرغل په وخت کې ليکل شوي وو ما چرته نه دي لوستلي-
وتلی شاعر رحمت شاه سایل وايي ددې علت دادی چې د ناین اېلېون د پېښې ورستو تر ډېرو کلنو پورې پښتون ليکوال په دې پوهه نه ؤ چې دا څه روان دي " ځمونږ د وطن ښه ښه خلقو هم ددې ادراک نه لرلو چې دا څه روان دي، پښتنو شاعرانو دغه وخت په نافهمۍ کې تېر کړې دی"
رحمت شاه سایل د اتیایم په لسيزه کې ليکل شوی نظم "پېښور" نن هم تازه دی. دغه نظم کله مې پيرزو شې په بمونو پېښوره— زیاتره پښتنو ته یاد دی
ښاغلی سایل گيله مند دی چې هاغه وخت چې به دَ څه لیکل څوک ورباندې نه پوهیدل، هغه وايي
چا پکې خیر د نيم نظر قدرې را وا نه چوؤ
په شته اولس کې مې کچکول د بې ارزۍ شو وطن
غوندې شعرونو به هاغه وخت خلق نه پوهېدل.
د نهم سپتمبر د پېښې ورستو وتلي شاعر پروفېسر زبیر حسرت په خپل یو نظم "ناین الیون" کې په امريکه ټکونه کړي دي او د پښتون وطن د بربادۍ مرثیه ېې ليکلې ده .د ښاغلي حسرت د نظم خلاصه دا ده چې په امريکه پخپله حمله وشوه نو ټوله دنیا ېې په بله واړوله، د هغه د نظم یو بېت دی
"خلقه زما څه گناه چې ما نه زما کور سیزۍ- ولې کوئ دومره شر او شور— اور لگېدلې دی"
دا وخت د پښتو په شاعرۍ کې تر ټولو زیات لوستل کېدونکې او خوښ شوی— ممتاز شاعر— ممتاز اورکزی دی. ښاغلی اوکزی وايي د ناین اېلېون نه وړاندې دې مسلمان پښتون ؤ خو د ناين اليون نه پس پښتون مسلمان شو—
ښاغلي اوکزی وايي " زما فکري .عقيدوي بنيادونه اولړزيدل او نوي عالمي بيانيې دومره منتشر کړم چې په راغونډيدو کې په دې ويريدم چې خپل شناخت و نه بائلم" ښاغلی اوکزی وايي دی دغه ويرې محتاط کړی دی او د خپل فکري ،قامي او ملي شناخت د پاره ېې د اظهار يوه نسبتا بربنډه او مزاحمتي پيرايه غوره کړېده-
ممتاز په خپل یو شعر کې وايي
جنگيالی وم خو ولې داسې جنگ پرست چا کړمه
چې په پردي خونړي جنگ کې وړمبی صف نيسمه-
ښاغلی ممتاز په اوسني عصر کې د پښتون قام د بې وځلۍ قیصه کوي او وايي
په خدای که په گناه او په ثواب يم کليواله
په خدای نن سبا بل شانې خراب يم کليواله
دا کلی عذابونو هم راويښ نه کړو څه اوکړم؟
برباد يم کليواله په عذاب يم کليواله-
د ناین الیون نه ورستو د پښتنو په ژوند کې کړمې به کله ختمېږي دا ویل گران دي خو دا یو ډیر په ډاگه حقيقت دی چې دا جگړه د سونو کالو راهسې راروانه ده، د خوشحال خان خټک یو شعر دی
چې زما په خېلخانه په اولس وشول. و دې نه شي په هندو په مسلمان!
تاسو فکر وکړئ د ممتاز او خوشحال ژړا یو شان نه ده؟!
د ناین اېلېون د پېښې ورستو چې کومه شاعري شوې ده په هغې باندې څه په مزاحمتي او څه په علامتي انداز کې ددې پېښې اثر ضرور ليدل کیږي. په دې عصر کې عبيدالله دروېش دراني، پير محمد کاروان، رياض تسنيم، امجد شهزاد، شاه سعود، مسعود بنگش، نورالسلام سنگر، قیصر افريدی، محمود ایاز، فیض الوهاب، شاهنواز باقر او ځیني نور مهمه نومونه دي چې په شاعرۍ کې ېې د وطن د وران ويجاړ شکل او بې وځله قام تذکره ښکاره ده.
د امرېکې په تاریخ کې د ترهگرۍ تر ټولو بوږنونکې حملې د سپتمبر په یولسمه نیټه د عربو ترهگر تنظيم القاعده کړې وې. دغه حملو امريکیان دومره راوپارول چې د نړۍ سیاسي او جعرافيايي نقشه لا تر اوسه په بدلیدونکي حالت کې ده.
په دې نوي جنگ کې د نورې ټولې نړۍ نه تر ټولو زيات تاوان د افغان او بیا په خاصه توگه د پښتن و اوشو- او د کړمو، بې وځلو، نه ډک دغه ژوند ېې لا روان دی–
د پښتنو ليکوالانو په ليک کې چې کوم تپوس ، پېغور یا فریاد ډېر زیات په شدت سره موندل کیږي هغه دادی چې ددې پېښې د لوی کردار شیخ اسامه بن لادن قام او وطن په امن او خوشحاله دی . او د امرېکې سره یې کلکه یارانه ده خو په فکري لحاظ د اسامه اود هغه د مفکورې په ضد د ولاړ پښتون خېلخانې پکې ړنگې شوې، د سوچ او فکر خاوندان پکې مړه شول او د تاريخ جبر دی چې د قربانو په نوم ېې انعامونه د پاکستان ریاست ته رسي-
کله کله هسې وخت په سړي راشي – چې د گلو په کتل نه وي محظوظ