د پاکستان وزيراعظم عمران خان بلاول ته "صاحبه" ویل سپکه ژبه ده:غبرگون

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پیپلز گوند مشر او سیاسي رقیب بلاول بهټو زرداري د پاره د صاحبه خطاب د هیواد په سیاستدانانو، لیکوالانو او اولس کې سخت قهر راپارولی دی.

یو شمېر سیاسي مشرانو، خبریالانو، فعالینو او عام اولس په ټولنيزو رسنیو ويلي دي عمران خان سپکه خوله خوزولې ده او په بلاول بهټو زرداري پورې د طنز سره سره یې د ښځو سپکاوی هم کړی دی.

عمران خان ته په ځواب کې د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري په ټویټر لیکلي دي:

"دې ته به وس څه وای چې یو کمظرفه تن په لویه څوکۍ کیني؟"

د پاکستان وزیراعظم په جنوبي وزیرستان کې یوې جلسې ته په وینا کې خپل سیاسي رقيب بلاول بهټو زرداري ته د سیاسي ځواب ورکولو په وخت "بلاول صاحبه" وویل. په پاکستان کې صاحبه تورې د ښځې د نوم سره د احترام په توگه اخستل کیږي.

د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور او د حکومت مخالفه گوند پاکستان مسلم لیگ گوند یوې مهمې مشرې مریم نواز شریف دعمران خبره سخته کرکجنه گڼلی ده

د بشري حقونو لپاره کارکونکې فعالې شاد بیگم د عمران خان نه تپوس کړی دی چې گني ستا په اند ښځه د عزت وړ نه ده؟

یوې استازې مازنينه حکيم خان په ټویټر لیکلي دي " دښځو نه کرکه کول بند کړه"

د عمران خان دتازه لانجمن بیان نه ورستو په ټولنيزو رسنیو د عمران خان پخواني بیانونه هم خپاره کړی شوي دي په کوم کې چې هغه د خپلو سیاسي رقیبانو مولانا فضل الرحمان، محمود خان اڅکزي، اسفندیار ولي خان او نورو سپکاوی کړی دی.

په اخبارونو کې دعمران خان په حقله ليکل شوي دي چې ښاغلی خان چې نشه وکړي نو بیا د جاپان او جرمني پله هم یو ځای کوي او د گاونډیانو هیوادونو په کورنو چارو کې هم گوتې وهي.

په سوشل میډیا د عمران خان د نشې تورونو ته د عمران خان یا حکومت لخوا کوم ځواب نه دې ورکړی شوی