د افغانستان سره اړيکې ښه کول د عمران خان په لاسو کې نه دي

په پاکستان کې د ٢٥ مه جولای لانجمنو انتخاباتو که یو خوا په هېواد کې دننه د ممکنه وزیراعظم عمران خان سیاسي مخالفين د احتجاج په یو مرکز او یوه نقطه را یو ځای کړل نو بل خوا څیړونکو ته د ښاغلي خان د پاکستان د گاونډیانو سره د اړیکو ښه کولو خواهش مجازي ښکاري.

د واشنگټن په هډسن څېړنيز مرکز کې څېړونکو وویل عمران خان په دې علت د باندينو چارو د تگ لارې بدلولو وس نه لري چې دی د اولس په ووټ نه بلکې د هیواد فوځ په ووټونو کې په ټگۍ برگۍ راوستی دی.

په هډسن کې د پاکستان په انتخاباتو په بحث کې په فلوریډا یونیورسټۍ کې مرستیال پروفېسر ډاکټر تقي وویل دا انتخابات نه بلکې یوه شوکه وه:

" زما په خیال دا هډو انتخابات نه وو، دا یوه شوکه وه، په ١٩٧٠ کې د انتخاباتو نه ورستو د اولس د رای غلا شوې وه او په ٢٠١٨ کې د انتخاباتو نه وړاندې د ېوې منصوبې لاندې شوکه وشوه"

د څېړونکو په خیال په انتخاباتو کې فوځ درغلي ځکه وکړه چې نواز شريف ته ماتې ورکړي. په جورج ټاؤن یونیورسټۍ کې مرستیالې پروفیسرې کرسټين فیئر وویل پخوانی وزیراعظم د فوځ د خوښې په ضد روان وو:

"نواز شريف د هندوستان سره ښې اړيکې غوښتلې، هغه په هیواد کې دننه د بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو غوښتنو ته تیار وو، هغه افغانستان ته د یو گاهک نه بلکې د یو گاونډي په سترگه کتل غوښتل، او هغه د پاکستان په فوځ کې د احتساب نيت لرلو"

د واشنگټن په هډسن څېړنيز مرکز کې څېړونکو وویل عمران خان د باندينو چارو د تگ لارې بدلولو وس نه لري

خو دا وړومبی ځل نه دی چې د پاکستان په فوځ په سیاست کې د لاس وهنې ټکونه شوي وي. نو بیا اخر فوځ نوازشريف ولې په نښه کړو؟ ډاکټر تقي وايي د نورو اواز په فوځ دومره اثر نه کوو څومره چې ورباندې د نواز شريف تنقيد وکړو:

" د پاکستان په تاریخ کې دا وړومبی ځل دی چې د لوی صوبې پنجاب نه یو داسې سیاست دان د فوځ اختیار چیلنج کړو چې ډېر خلق ورپسې ولاړ دي"

د انتخاباتو د نتيجو ورستو د پاکستان د پوځ ویاند جنرل اصف غفور د مسلمانانو د مقدسه کتاب قران یو ایت په یو ټویټ کې ورکړی وو چې ترجمه یې ده، غزت او زلت ورکونکی خدای دی. ډاکټر تقي وايي دا په اصل کې د بریا اعلان وو:

" ددې ټویټ کولو وخت ته که وگورئ ، نو دَ (آصف غفور) دعمران خان د بریا د اعلان نه وړاندې په انتخاباتو کې د گټې اعلان وکړو "

د پاکستان فوځ او عمران خان په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه ردوي. ښاغلی خان وايي په انتخاباتو کې د درغلیو د تورنو پلټنو ته تیار دی. هغه دعوا کوي چې اولس ورته د بدلون د پاره ووټ ورکړی دی.

ښاغلي خان د انتخاباتو ورستو د خپلې بریا په تقرير کې دعوا وکړه چې هغه به په هېواد کې دننه اولس ته انصاف رسوي او د خپلو گاونډیانو سره به ښه چلن کوي. ښاغلي خان په خاصه توگه د امرېکې، هندوستان او افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو ټینگار وکړو

‏دعمران خان د بریا په تقرير کې د افغانستان خبره

"د ترهگرۍ په ضد جگړه کې په نړۍ کې چې چاته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی هغه د افغانستان وولس دی. د افغانستان اولس ته د امن ضرورت دی. د افغانانو نه علاوه که په افغانستان کې څوک امن ته حاجتمن دی نو هغه پاکستان دی. که په افغانستان کې امن وي نو په پاکستان کې به امن وي. زمونږ د حکومت به پوره کوښښ کوي چې په افغانستان کې امن راشي. زه خو دا هم غواړم چې د افغانستان سره زمونږ داسې اړيکې جوړې شي چې زمونږ پولې خلاصې وي. څه رنگه چې په اروپا کې دهېوادونو پولې خلاصی دي داسې دې یوه ورځ زمونږ هم وي"

خو څېړونکي وايي د ښاغلي خان دغه سوچ مجازي ځکه دی چې د هیواد د باندینو چارو تگ لاره فوځ جوړوي. کرسټين فیئر وايي د پاکستان وزیراعظم د باندینو چارو د جوړولو اختیار کله هم نه دی لرلې:

"زه د پاکستان د باندينو چارو په تگ لاره کې څه بدلون ځکه نه وينم چې د پاکستان د باندينو چارو تگ لاره کله هم د هېواد د وزير اعظم په لاسو کې نه ده پاتې شوې بلکې دا تل د جرنیلانو په لاسو کې وي"​​

د ډاکټر تقي په خیال د عمران خان دغه خواهش د قدر وړ دی چې هغه د افغانستان سره ښه تعلق غواړي، خو وايي دا ممکن نه ده:

"د عمران خان سره چې په الیکشن (انتخاباتو) کې د کومو قوتونو تعلق وو او هغويي ورسره په الیکشن کې ولاړ وو د هغويي دا خوښه نه ده چې د افغانستان اړېکې د پاکستان او د پاکستان د خلقو سره هوارې شي"

د واشنگټن په هډسن کې د پاکستان د انتخاباتو نه وروستو د بحث کوربه په واشنگټن کې د پاکستان پخوانی سفير حسین حقاني وو. ددې بحث د کوربه او میلمنو زیاتره وخت په ليکونو او خبرو اترو کې د پاکستان په پوځ تنقیدونه حاوي وي.