د حکومت تیندکونه عارضي دي که عمران خان رښتیا د اولس باور وبایللو؟

د واکمن تحريک انصاف گوند مشر او وزيراعظم عمران خان به د عمومي انتخاباتو وړاندې خپل اولس ته په تقریرونو کې "شنه باغونه" ځلول چې هېواد به په اقتصادي توگه په خپلو پښو ودروي، خو د کار پوهانو په خیال ښاغلي خان د پرله پسې تیندکونو له امله په دوو میاشتو کې دننه د اولس باور وبایللو، البته وزیراعظم خان وس هم خپل اولس ته ډاډ ورکوي چې د هیواد د اقتصاد په کشتۍ کې شوی سوری به بند کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

Hussain Haqani

په ١۴ م اکتوبر په ضمني انتخاباتو کې واکمن گوند پي ټي اي د قامي اسمبلۍ هغه دوه څوکۍ هم وبایللې چې یواځې دوه میاشتې وړاندې ښاغلي خان گټلې وې. د څېړونکو په خیال ددې علت دا دی چې په عمومي انتخاباتو کې د پي ټي اي په شا د حکومتي افسرانو لاس وو.

په واشنگټن کې د پاکستان د پخواني سفير او د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر حسین حقاني په خیال د ضمني انتخاباتو نتیجې تل د عامو انتخاباتود نتیجو په شان وي، اولس زر خپله رای نه بدلوي، خو داځل البته څه بدلون ښکاري:

"زما خیال دادی چې اسټیبلېشمېنټ چې کومه تیاري او کوښښونه په عامو انتخاباتو کې کړي وو هغه یې په ضمني انتخاباتو کې ونه کړی شول" د حسین حقاني نه علاوه یو شمېر نور څیړونکي او د پاکستان زیاتره سیاسی گوندونه هم په تیرو عمومي انتخاباتو کې د پوځي افسرانو د لاس وهنې تورنه لگوي.

د حکومت د اطلاعاتو د چارو وزير فواد چودهري دا نه مني چې اولس په په ضمني انتخاباتو کې واکمن گوند ته ووټونه ور نه کړل، هغه یو خبري کانفرنس ته وویل په ځيني ځایونو کې پي ټي ايي ووټونه ځکه وبایلل چې دگوند د نومول شوو امیدوارانو په ضد د خپل گوند آزاد امیدواران ولاړ وو، هغه وویل:

"مونږ په ٣٥ کې ١٧ څوکۍ گټلي دي"

البته فواد چودهري دا مني چې حکومت په وړومبیو ورځو کې د چیلنجونو سره مخ دي، هغه وايي:

"د اته نه تر لسو میاشتو پورې وخت به ولگي چې د نوي پاکستان بنیادونه چې عمران خان ایښودي دي هغه کار شورو کړي"

ښاغلی حقاني د فواد چودهري دا خیال سم گڼي چې حکومت ته د کار لپاره څه وخت ورکول پکار دي:

"زما خیال دی څه وخت به نوي حکومت ته زغم کول غواړي، زه د دې خبرې سره اتفاق نه کومه چې اولس په دوه میاشتو کې خپله رایه بدله کړه"

خو د امرېکې په سر ښار کې د ډېر وخت راهسې میشت سفارتکار دا منلو ته تیار نه دی چې د پاکستان چیلنجونه د ختمیدو دي:
"پاکستان د سترو چیلینجونو سره مخ وو، دی او وي به"

ښاغلی حقاني د خپلې دعوې په دلیل کې وايي چې عمران خان او دهغه گوند پاکستانیانو ته یو داسې شين باغ ورښودلی وو چې په حقیقت کې یې هډو وجود نه وو.

ښاغلي عمران خان به د وزیراعظم جوړیدلو څخه د مخه په خپلو تقریرونو کې تل ویل چې د نړيوالې مالیاتي ادارې، اي ایم ایف نه به قرضونه، نه اخلي، پاکستان به په خپلو پښو ودروي او بایلل شوی قامي احترام به گټي. خو د ښاغلي خان حکومت وس د اي ایم ایف نه نور قرضونه غوښتي دي.

عمران خان پلو ته نرمه رویه تگ لاره گڼونکې یو پاکستاني شخصي ټي وي چینل ای ار وای د قرضونو په حقله د ښاغلي خان په ځيني پخوانیو او نوي بیانونه کې د عمران خان بدلیدونکو نظریاتو ته طنزیه اشاره کړی ده.

حسین حقاني وايي وس ورته احساس وشو چې په دنیا کې څه داسې حقیقتونه دي چې د هغې په وجه د حکومتونو لاسونه تړلي وي:

"وړومبی به هغويي ویل چې د اقبال مرد مومن او دکرکټ مرد مومن که د هېواد واکمن جوړ شو نو هر څه به سم شي خو زما خیال دا دی چې ډېر زر به ورته د رښتیاؤ دنیا ډېر څه وروښايي"

د حقاني په خیال د ښاغلي خان پلویانو ته به هم ډیر زر په ډاگه شي چې رښتیا هغه نه دي چې دوي ته به عمران خان په خپلو سیاسي تقریرونو کې د شنو باغونو په شکل کې ورښودل.