د مې میاشتې ٢٩مه، د پښتو ژبې ورځ وه چې گڼ شمیر پښتنو لخوا ونمانځل شوه. پښتو اوس مهال، یواځې په افغانستان او پاکستان کې د پرگنو ژبه بلل کیږي، خو ځیني غیرپښتنو هم اوس کوښښونه شروع کړي چې دا ژبه زده کړي. په دې کې، هغه هندي وگړي هم یادولی شو چې په ډهلي کې د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې پښتو زده کوي.
د افغان پښتو ژبې استاذانو په هڅه، د هند په پوهنتونونو کې د داخله امتحان په پارچو کې، اوس زده کوونکي کولای شي د پښتو ژبې څانگه هم انتخاب کړي.
دا چې د پښتو ژبې زده کړه به د هند ځوانانو ته څه گټه ورسوي، د جواهر لعل نهرو پوهنتون د پښتو څانگې استاد، پوهنمل انور خیري، وي او اې ډیوه ته وویل چې په هند کې هغه چا ته چې پښتو یې زده وي، ډیر د کار موقعې شته، له هوایي ډگرونو نیولې، بیا تر روغتونونو، سوداگري، او داسې نور. خو مهمه برخه یې، په پښتو ژبه کې څیړنه ده، دا ځکه چې هند د پښتنو لوی تاریخ په ځان کې لري.
د پښتو څانگې یوه زده کوونکې، ډاپو سوني، وایي چې خپله راتلونکې، د پښتو ژبې په زده کړه کې گوري او په دې هیله پښتو زده کوي چې په آینده کې په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې د پښتو ژبې ښوونکې شي.
په هند کې د پښتو تعلیم پیل
په لومړي ځل، په ١٩٦٣ کال کې پښتون څیړونکي، علامه عبدالشکور رشاد، په هند کې د پښتو ژبې د څیړنو د څانگې بنسټ کیښود، خو په لومړي ځل چې په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې په دې ژبه درس ورکول پیل شول، هغه ١٩٧۴ کال و.
په سر کې د یو لنډمهاله کورس په شان و چې سرټفیکیټ یې ورکاوه، خو د وخت په تیرېدو دا څانگه لویه شوه او سږ کال یې اوولس تنه د بې اې په ډگري، فارغان ورکړل.
د کابل پوهنتون او د جواهر لعل نهرو پوهنتون ترمنځ د تړون له مخې، هرکال د پښتو ژبې یو استاذ له افغانستانه هلته ورځي او درس ورکوي.
پوهنمل خیري وایي اوس وخت یې د فعالو زده کوونکو ټولټال شمیر ٥٠ ته رسیږی او له دې پس به د ام اې یا ماسټر په کچه زده کوونکي فارغوي.
د جواهر لعل نهرو پوهنتون د پښتو څانگې د مشرانو په وینا، له دې ورسته به هر کال ۲۰ یا ۳۰ تنه پښتو ژبې هندي متخصصین، د پښتو ژبې د خدمت لپاره ډګر ته راوځي.
په هند کې د پښتنو ورک آثار
پوهنمل خیري وایي چې د دوی زده کوونکي د هند د بیلابیلو لیرې پرتو سیمو دي، چې هلته لرغونی رسم الخط اوس هم موجود دی، او لاهم داسې شیان او آثار پکې شته چې د افغان څیړونکو لاس نه دی وررسیدلی.
دا چې د پښتو ژبې هندي ماهرین به څنگه وکولای شي پښتو ته خدمت وکړي، پوهنمل خیري وایي: "دا خلک چې پښتو زده کړي، هغه وخت به بیا ډېر لاس نه وهل شوي شیان وسپړل شي، ډیر شیان به راڅرگند شي، په ډیرو کتابخانو کې چې د پښتنو او په ټوله، د افغانانو کتابونه اوس هم پراته دي، هغو ته تراوسه لاس رسی نشته، مگر دا خلک ځکه چې د هماغه ځای خلک دي، هغو ته به لاس رسی پیدا کړي، ډیر پټ شیان به راڅرگند شي."
استاذ خیري په هند کې د پښتو ژبې د ورکو آثارو په اړه وویل چې څه موده مخکې د پښتو څیړونکي، عبدالخالق رشید په هڅه، د بایزید روښان داسې کتاب وموندل شو چې چا یې په افغانستان کې لا تر اوسه نوم نه و اورېدلی، او هغه "عریان الغیب" کتاب دی.
وایي چې یوه ژبه هغه وخت ښه زده کیږي چې تاسو یې د ویونکو په ماحول کې وخت تیر کړئ. خو داسې معلومیږي چې هندي زده کوونکي اوس نشي کولای پښتنو سیمو ته ولاړ شي. پوهنمل خیري وایي: "د افغانستان شرایط داسې نه دي چې موږ یې تضمین وکړای شو چې زموږ هندي زده کوونکي به د دغه قسم خوړلیو دښمنانو په وړاندې به روغ رمټ ځي او روغ رمټ به راځي."
د جواهرلعل نهرو پوهنتون د پښتو څانگې زده کوونکو لاندې سرود، په پښتو ژبه ویلی چې ډېرو پښتنو ته به په زړه پورې وي:
Your browser doesn’t support HTML5