ټي ۲۰ نړيوال کپ: له افغانستان وروسته هند په سپر ۸ پړاؤ کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه

د شل اووريز کرکټ د نړيوال کپ په سپر ۸ پړاؤ کې هند بنګله دېش ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړې ده.

د هند د ۱۹۷ منډو په تعقيب کې د بنګله دېش لوبډله د ۸ لوبغاړو په تاوان په ۱۴۶ منډو جوړولو وتوانېده.

د ویسټ انډیز په اينټيګا، نارت ساونډ کې د ترسره شوې دې سيالۍ پچه د بنګله دېش کپتان وګټله او هند ته يې وړومبی د بيټنګ کولو بلنه ورکړه.

د هند له لوري چې روهت شرما او ويرات کوهلي توپ وهنې یا بېټنګ ته ودرېدل نو وړومبۍ ويکټه يې په ۳۹ منډو کې وغځېده او کپتان روهت شرما په۲۳ منډو وسوځېدو.

تر ھغه وروسته ويرات کوهلي ۳۷ منډې جوړې کړې وې چې وسوځېدو .

سوريا کمار ياديو يوازې په شپږ منډو جوړولو وتوانېده او له هغې وروسته وسوځېدو.

ھاردک پانډيا بيا چټک لوبه وکړه او په۲۷ بالونو يې ۵۰ منډې وکړې.

رشبتھ پنت ۳۶ او شيوم ډوبي ۳۴ منډې جوړې کړې او داسې هند په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو خپلې منډې ۱۹۶ ته ورسولې.

د بنګله دېش تنظيم حسن او رشاد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند د ۱۹۷ منډو په تعقيب کې چې د بنګله دېش لوبغاړي توپ وهنې يا بيټنګ ته ودرېدل نو غوره لوبه يې ونه کړی شوه او يو په بل پسې وسوځېدل.

په ټاکلو شلو اوورونو کې د بنګله دېش لوبډلې د ۸ لوبغاړو په تاوان ۱۴۶ منډې جوړې کړې او په ۵۰ منډو يې له هند څخه ماتې وخوړه.

دا په سپر ۸ پړاؤ کې د هند پرله پسې دويمه بريا ده او هندي لوبډله په ګروپ کې په وړومبي پوزيشن ده.

تر دې وړاندې هند د سپر ۸ پړاؤ په وړومبۍ سيالۍ کې افغانستان ته هم ماتې ورکړې وه.