ایران د جوهري  تړون د حد نه زیات یورینیم غني کولو خبردارې ورکړی

ایران نن د جولايي په ٧مه نیټه خبرداری ورکړی دی چې دوي به په څو ګینټو کې دننه د کال ۲۰۱۵ نیوکلیاي تړون لاندې ایښودل شوې حد نه وراخوا د یورینیم غني کول شروع کوي.

دغه ګام یو ځل بیا په تهران باندې د نړیوال بندیزونو بیا پرځای کیدو ته لار هوارولی شي.

په یو خبري کانفرنس کې اعلا ایراني چارواکو ویلي تهران به په هر دوه میاشتو کې د نړۍ سره په نیوکلیاي تړون کې کړې وعدې راکموي ترڅو چې د معاهدې لاس لیک کوونکو ملکونو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د لګول شوو بندیزونو نه ایران بچ کړی نه وي.

د ایران ایټمي تواناۍ ادارې ویاند بهروز کمال وندي پایه تخت تهران کې یو خبري کانفرنس ته ویلي دوي په هره کچه د هر مقدار پورې د یورینیم غني کولو لپاره پوره تیار دي.

نوموړي ویلي په څو ګهنټو کې به تیکنیکي عمل سر ته ورسي او د ۳.۶۷ فیصد حد نه وراخوا د یورینیم غني کول به شروع کړي. دغه حد د کال ۲۰۱۵ په نیوکلیاي معاهده کې ایښودل شوی وو.

خو ایران ویلي دوې په دغه معامله کې د لچک ښودلو لپاره تیار دي.

د ایران خارجه وزیرجواد ظریف نن په ټویټر باندې په یو پېغام کې ویلي تهران د وروستيو پورته کړو ګامونو نه پشا کیدی شي او د نیوکلیاي تړون کړو وعدو ته بېرته تلی شي که چرې د ایران نیوکلیاي تړون لاس لیک کوونکي یورپي ملکونه خپلې وعدې سرته ورسوي.

د ایران صدر حسن روحاني تېره هفته ویلي وو چې ملک به یې په بره کچه د یورینیم غني کول شروع کوي ترڅو چې د نړیوال طاقتونو سره شوي د کال ۲۰۱۵ نیوکلیاي تړون لاندې په ایران باندې لګیدلو اقتصادي بندیزونو کې اسانتیاوې نه وي ورکړی شوي.

د غربي نړۍ یو شمېر ملکونو مشرانو د تهران په دغه ګام باندې فکرمندۍ ښودلي. د فرانس صدر اېمینول میکران د ایران د فیصلې غندنه کړې او دا یې د هغه تړون خلاف ورزي بللې د کوم نه چې امریکا تېرکال وتلې وه.

د اسراییل وزیراعظم بینجمن نیتهن یاهو ویلي د ایران وروستي پورته کړي ګامونه ډېر خطرناک دي او په یورپ یې یو ځل بیا غږ کړی چې د ایران خلاف سخت بندیزونه ولګوي.

د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامناي یو اعلا صلاح کار د خالي په ورځ ویلي دوي د ایران حکومت د فیصلې په شا کلک ولاړ دي.

واشنګټن ته د ایران چیلنج دا وخت د یورپي سفارتکارۍ لپاره یو لوي ازمیښت دی. تېرکال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د ایران سره شوي نیوکلیاي تړون نه د وتو مخالفت کوونکو یورپي ملکونو ایران ته خواستونه کړي چې په نیوکلیاي معاهده کې پاتې شي.

تهران په دې ډېر زیات مایوسه دی چې برطانیه، چین، فرانس، جرمني او روس

د معاهدې په بچ کولو کې ناکامه شوي چې د امریکې د بندیزونو نه د ایران اقتصادي ګټې بچ کړي. د ایران اعلا نیوکلیاي صلاح کار عباس ارکچې په تهران کې خبري کانفرنس ته ویلي یورپي ملکونه په خپلو وعدو پوره کولو کې ناکامه شوي او دا چې دوي ددې لپاره ذمه وار دي.

نوموړ ي ویلي د سفارتکارۍ لپاره د ایران دروازې خلاصې دي خو زیاته کړې د څه چې ضرورت دی هغه نوي ګامونه پورته کول دي.