داعش په مزار شریف کې د بم حملې ذمه واري ومنله

په چاودنه کې یو سېکیورټي کارډ وژل شوی، پېنځه خبریالان او درې ماشومان زخمیانش شوي دي

په مزار شریف کې د خالي شنبې، په ورځ چاودنه افغان خبریالانو خدمات د ستایلو دپاره د یوې دستورې په مهال وشوه. دوه ورځې وړاندې بلخ دپاره د طالبانو ګورنر یا والي هم په ځانمرګي بم چاودنه کې وژل شوی و چې پړه يې داعش منلې ده.

د خبریالانو د غونډې په مهال د بم چاودنې په اړه داعش د عماق په نامه په خپله خبري وېب پاڼه وویل چې پارسل بم د داعش وسله والو دستورې ته رسوولی او چلولی و.

داعش وویل د شیعه مسلک په مرکز کې هغه جلسه يې په هدف کړه چې د داعش خلاف جنګ کې ککړ خبریالانو ته په کې انعامونه ورکړی کېدل.

په چاودنه کې یو سېکیورټي کارډ وژل شوی، پېنځه خبریالان او درې ماشومان زخمیانش شوي دي.

د بلخ ګورنر یا والي محمد داود مزمل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مزارشریف کې په خپل دفتر کې په ځانمرګي حمله کې ووژل شو. داعش په هغه د حملې ذمه واري منلې ده.

په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش د ګڼ شمېر خونړیو حملې مسولیت منلی دی. او طالبان وايي داعش خلاف يې د کابل په شمول د ملک په مختلفو برخو کې عملیات کړي، د ډلې یو شمېر وسله وال يې وژلي او نیولي دي.

د تېر دسمبر په میاشت کې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې په چاودنه کې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژلي شوي وو .

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي