د اسلام اباد انتظاميي د نړيوالو ترهګرو ډلو سره د خواخوږې دپاره مشهور د اسلام اباد "لال مسجد" خطيب مولانا عبدالعزیز د چوکې څخه لرې کړی او په هغه یې جومات ته په ورتگ تر دريو مياشتو پورې بنديز لګولی دی.
ورځپاڼه ډان په خپل رپورټ کې وايي چې د ملا عبدالعزیز د دندې څخه د لرې کولو پريکړه د اسلام اباد مرستيال کمشنر حمزه شفقت او د پاکستان د انتظام د لاندې کشمير او د ګلګت بلتستان د عالمانو ترمينځ د خبرو اترو وروسته شوي ده.
ډيوه ريډيو د نورو معلوماتو دپاره د اسلام اباد مرستيال کمشنر سره د رابطې کوښښونه وکړل خو بریالي نشول.
د لال مسجد نایب خطيب مولانا عامر صديقي چې هغه هم اوس اوس د جومات د خطابت څخه لرې کړی شوی دی، وي او ای ډیوه ته یې وویل ملا عبدالعزیز د انتظاميي سره د موافقې په نتیجه کې د خپلې دندې نه لاس په سر شوی دی او تر دریو میاشتو پورې به جومات ته هم نه ورځي.
مطبوعات واي چې د دې پرمختګ وروسته د اسلام اباد انتظاميي لال مسجد ته تلونکې لارې هم پرانستلې دي.
مطبوعات د سور جماعت د پخواني ملا عبدالعزيز د يو نيزدې ملګري احتشام احمد له قوله وايي چې د سور جماعت او د ځايي انتظاميي ترمينځ دا پريکړه هم شوې چې ترڅو د جامعه حفصه د مدرسې لپاره بل کوم ځای نه وي خوښ کړې شوې نو د مدرسې جينکې به هم د لال مسجد یا سور جماعت سره تړلې د مدرسې په موجوده ودانۍ کې خپلې زدکړې جاري ساتي.
ښکاره دې وي چې مولانا عبدالعزيز د کال ١٩٩٨ نه تر کال ٢٠٠٤ پورې د سور جماعت مرکزي خطيب او کال ٢٠٠٧ کې د هغه وخت د پوځي صدر مشرف لخوا په سور جماعت کې د مشکوک ترهگرو پرضد د عملياتو پرمهال هم نيول شوی و.
ملا عبدالعزيز د نړيوالو ترهګرو شبکو القاعده او داعش سره د خواخوږې لپاره هم ياديږي او په هېواد کې د جهاد له لارې د شريعت د نفاذ پلوي گڼل کېږي.
په وروستیو کې د ملاعبدالعزیز د مېرمن ام احسان يوه وډیو خپره شوه وه چې هغه پکې داعش ته په پاکستان کې د عملياتو پېل کولو وړانديز کړی و.