د پښتون لاریون لسمه ورځ - پاکستاني مېډیا کې څه ښکاري؟

pakistani media coverage 1

په اسلام اباد کې د پښتون لاریون نن لسمه ورځ ده خو په پاکستاني میډیا کې د پرونه راهسې تر ټولو غټ خبر په کراچۍ کې د مهاجر قومي مومنټ (ایم کیو ایم) د سېنټ انتخابونو لپاره د ټکټونو او په پنجاب کې د تحریک انصاف عمران خان هغه بیان وار په وار وړاندې کیږي چې وايي ٫٫ جهانګیر ترین غیر قانوني پېسې سپېنې کړي نه دي.٬٬

د پښتون لاریون مشران او په دغه لاریون باندې نظر لرونکي پښتانه تور لګوي چې پاکستاني میډیا د دوي غږ د ټي وي په شیشو او د ورځپاڼو په مخونو نه خپروي.

pakistani media coverage

د لاریون یو مشر منظور پښتین هم وار- وار په خپلو خبرو کې د پاکستاني رسنیو دا چلند امتیازي چلند بللی، چې دوی د دوی احتجاج ته یې هیڅ کورېج نه دی ورکړی.

منظور پښتین وایي: "په پنجاب کې چې یو حیوان ګټر ته ولوېږي هم کورېج ورکول کېږي، خو موږ چې په سوله ییز انداز پرله پسې احتجاج کوو بیا هم کورېج نه راکوي، همدغه امتیازي سلوک دی چې له موږ سره کېږي او موږ د همدې امتیازي سلوک په خلاف را وتلي یو"

د دې احتجاجي لاریون چلوونکي شکایت کوي، چې دوی په شپږو ورځو کې له ډېره اسماعیل خانه تر اسلام اباده ورسېدل او له تېرو لسو ورځو راهسې په سرښار کې شپه ورځ د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي، خو پاکستاني میډیا ورباندې سترګې پټې کړي دي.

د پښتون لاریون سره ملاتړ کونکو ځېنو مشرانو په سوات، د امریکا کېیلیفورنیا او کوټه ښار کې د پاکستان ځايي میډیا پرضد د مرده باد چغې هم وهلي.

پاکستاني رسنۍ خصوصاً ټیلیویژن چېنلونه په عامو حالاتو کې پر ډېرو وړو او معمولي موضوعاتو بیړني خبرونه (برېکنګ نیوز) او یا په ژوندۍ - لایو بڼه خپرونې کوي، خو د دې دومره ستر پښتون لاریون په اړه ولې د دغو ټیلیویژنونو پر پردو څه نه ښکاري؟ په پښتون- لاریون کې شاملو ځینو ویناوال تور پورې کوي، چې دغه رسنۍ هغه څه نه خپروي چې د دې هېواد د ادارو کمزوري ښکاره کوي.

پښتون لاریون ته د پاکستان په ځایي ورځپاڼو او ټیلیویژنونو کې ځاې نه ورکولو په اړه نه یواځې لاریونوال شکایت کوي، بلکې احتجاج ته ورغلیو د بېلابېلو ګوندونو، مدني فعالانو او مېرمنو هم په خپلو ویناوو کې د پاکستانیو رسنیو خاموشي د اندېښنې وړ بللې ده.

د عوامي نېشنل ګوند یوه ملتپاله مېرمن او مدني فعاله پلوشه عباس په خپل یوه ټویټر کې لیکي:

"په پایتخت کې د پښتنو یوه ستره غونډه روانه ده، چې مرکزي مېډیا بېخي له پامه غورځولې ده او دا لومړی ځل نه دی چې موږ د مېډیا له خوا له داسې امتیازي چلند سره مخامخېږو"

pakistani media coverage 3

د لندن له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوي ځوان رفیع الله کاکړ هم په ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه کې د فبرورۍ په ۹مه په خپل کالم کې چې د (پښتون احتجاج- یوه نوې سیاسي ویښتیا؟) تر سرلیک لاندې خپور شوی، د پاکستاني مېډیا دغه چلند غندلی چې پښتون لاریون یې هېر کړی دی:

"یوې خواته که د پښتون لاریون د برخوالو زغم او ذهني بلوغت د ستاینې وړ دي، بلې خواته د مرکزي مېډیا او حکومت بې حسي د شرم وړ ده. د قبایلي سیمو ځوانانو په دې هیله تر اسلام اباده لاریون وکړ چې ږغ یې واورېدل شي، خو مېډیا او حکومت په بشپړه توګه سترګې پر پتې کړې دي"

افغان ولسمشر اشرف غني هم د پاکستاني رسنیو پر چلند اندېښنه څرګنده کړې او له خپلو هغو ټویټونو څخه چې د پښتون لاریون په ملاتړ یې کړي، په یوه کې پر رسنیو غږ کړی، چې دې مثبت لاریون ته کورېج ورکړي:

"زه په رسنیو غږ کوم چې په بې طرفه توګه خپله دنده تر سره کړي او له پښتون لاریون #PashtunLongMarch سره د هغوی د ګیلو او غوښتنو په رسولو کې مرسته وکړي او نړۍ ته د هغوی ریښتینې څېره وښيي"

خو پوښتنه دا ده چې دغه پاکستاني رسنۍ څه خپروي او آیا دوی په خپرونو کې کومو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکوي؟ په دې اړه مو د ځینو پاکستاني ټیلیویژنونو ورځني پروګرامونه وکتل، چې ځینې پرله پسې د سېنټ د راتلونکو انتخاباتو په اړه د بېلابېلو سیاسي ګوندونو تر منځ د سیالۍ او اعتراضونو خبرونه او پروګرامونه خپروي، ځینې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په پلوۍ د حکومت پلوه مظاهرې یو منظر ښکاره کوي، ځینې پر کرکټ غږېږي، ځینې د مشال خان په وژنه د سزا شویو کسانو په ملاتړ د مذهبي ګوندونو مظاهره ښکاره کوي، لنډه دا چې پر داسې مسایلو هم مسلسل خپرونې کوي چې د پاکستان خلک ورسره هیڅ دلچسپي نه لري.