اسرائیل او بحرین د کرونا وېکسین په لګولو کې تر ټولو ملکونو مخ ته دي

د اسرائیل بئرشیبا ښار ته څېرمه یو صحي مرکز کې خلکو ته د کروناوېکسین د لګولو بهیر

اسرائيلي چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې دوه میلینه کسان به په هغه ملک کې د همدې جنوري میاشتې تر پایه پورې د کروناوایرس وېکسین دویم ډوز/خوراک هم واخلي.

اسرائیل د فیصدۍ په لحاظ خپلو شهریانو ته د کرونا وېکسین لګولو په برخه کې په ټوله نړۍ کې پېشګام دی او د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دعوه لري چې هلته د هر بل ملک په نسبت، د کرونا وېکسین ورکولو لړۍ تېزه روانه ده. د اسرائیل نه پس، بحرین د بل هر هېواد نه زیاته فیصدۍ خلکو ته خپل د کرونا وېکسین لګولی دی. اسرائیل شاوخوا ٪۱۲ او بحرین قریب ٪۴ خلکو ته خپل د کرونا وېکسین اولنی ډوز لګولی دی.

د ډسمبر په نولسمه (۱۹) چې نتنیاهو ته پخپله د کرونا وېکسین اول ډوز ورکړ شو، د هغه وخت راهیسي په هغه هېواد کې خلکو ته د دې بیمارۍ د وېکسین کولو بهیر په ډېرې تېزۍ سره پیل شوی دی او په دې کې اسرائیل د جرمن او امریکې د ګډ جوړ کړی شوي وېکسین، فایزر-بایواېن ټیک نه کار اخلي.

د اسرائیل د صحت وزارت یو مشر هیزي لیوي وویل، دوی به د وېکسین ورکولو لړۍ لږ څه سوکه کړي، ځکه نه غواړي چې د دویم دور وېکسین کولو ته یې زېرمې خلاصې شي.

د کرونا وېکسین طریقه دا ده چې دوه ځله ورکول کیږي، او د دې دوو ډوزونو ترمنځ درې هفتې فاصله ده.

لیوي د اسرائیل ځایي رېډیو ته وویل، "مونږ د اولني ډوز د ورکولو لړۍ لږ څه سوکه کوو، په دې خاطر چې غواړو د ټولو هغو کسانو دپاره کافي اندازه وېکسین پاته شي کوم چې اول ځل یې اخیستی او دویم ځل ته انتظار دي."

خو هغه دا هم وویل چي د دي میاشتي تر ختمه به د اسرائیل یو په پنځمه برخه آباتي ته د کرونا وېکسین دواړه ډوزونه ورکړی شوي وي، چې په دې کسانو کې ټوله طبي عمله، او د شپېتو کالو نه د زیات عمر خلک شامل دي.

د جمعې تر ورځې پورې په اسرائیل کې یو میلین کسانو ته د کرونا وېکسین اول ډوز ورکړی شوی و چې د اسرائیل د آباتۍ په نسبت، دا لویه فیصدي ده. د اسرائیلو د شمېرنې له مخې، په هغه ملک کې د آباتۍ شمېر قریب دري نېوي لاکهه (۹.۲۹ میلینه) دی چې په دې کې د شرقي بیت المقدس هغه سیمه هم شمېرل شوې کوم چې اسرائیل ځان سره یوځای کړې خو زیاتره نړۍ یې نه تسلیموي.

امریکا کې که څه هم تر اوسه د دوو میلینه زیاتو کسانو ته د کرونا وېکسین اول ډوز لګول شوی دی، خو د امریکا د آباتۍ په نسبت، دا ډېره کمه شمېره ده او د آباتۍ یو فیصد هم نه راځي. امریکا په دې برخه کې د خپل اولني پلان نه پس پاته دی.