په کابل کې د پاکستان په مرسته جوړروغتون پرانېسته وشوه

Afghanistan, Molani Ali Janah Hospital in kabul 20 APR 2019

د پاکستان په مالي لګښت په کابل کې۲۰۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان پلازمینې کابل ښار دشتي برچې سیمه کې د پاکستان هیواد د ۲۴ میلیونو ډالرو په لګښت د ۲۰۰ بستریز روغتون نن د شنبې په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د محمد علي جناح په نامه جوړ دغه روغتون پرانسته کې د افغانستان د جمهور ريیس دویم مرستیال سروردانش او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر محمد علي خان په ګډون ګنو افغان چارواکو د پټۍ په پرانیستلو کې برخه واخیسته.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکتروحید مایار له وي او ای ډیوهسره په خبرو کې وویل چې دا د پاکستان یو دوستانه اقدام دی او دوی یې هرکلۍ کوي.

٫٫ دا یو بشردوستانه اقدام دی او د پاکستان د پارلمان وزیرهم وویل چې دا د پاکستان ډالۍ ده د افغانستان خلکو ته اومونږ دپاکستان له خلکو نه منندوی یو چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړه.٬٬

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مایار زیاته کړه په دې روغتون کې به درملنې په برخه کې مهم او اغیزمن روغتیايي خدامات وړاندې کیږي.

نوموړي وویلي: ٫٫ په لومړۍ مرحله کې به په دې روغتون کې د تروما او جراحي برخه کې خدمات وړاندې کیږي او اینده کې به د پښتورګو څانګه هم فعاله کیږي او د پښتوروګو د پیوند او نورعملیات به هم ترسره کیږي او هیموډایلایز او نورې روغتیايي برخې به هم فعاله کیږي.٬٬

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې په لوګر ولایت کې د پاکستان هیواد په مالي لګښت جوړشوی سل بستریز روغتون هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.