امريکایان د ویت نام جنګ هیرو سینیټر جان مک کین په مړينه غمجن شوي

د امریکې ریپلیکن پارټۍ سینټر او د ویت نام جنګ هیرو جان مک کین د مازغو د کینسر یا سرطان ناروغۍ وروستو د خالي په ورځ د ۸۱ کالو په عمر کې په حق رسیدلی.

د جان مک کین میرمن سنډي مک کین د نوموړي په مرګ ویلي د هغې زړه ډېر دردیدلی او دا چې هغه ډېره خوش قسمته وه چې د ۳۸ کالو پورې د یو داسې عظیم انسان سره يې د مینې ډک ژوند تېر کړی. هغه ددې دنیا نه هم هغسې سفر کړی څنګه چې يې ژوند تېر کړی وو.

د ویت نام په جنګ کې د ۵ کاله پورې پاتې شوی جنګي قیدي، په کال ۲۰۰۸ کې د ریپبلیکن پارټۍ صدارتي امیدوار او د لسیزو پورې د امریکې په سیاست کې فعاله، سینیټرجان مک کین د خپل اصولو او اقدارو له امله د سیاسي نظریاتو نه وراخوا په امریکاي اولس ډېر ګران وو.

د امریکې ګڼ شمیر سیاستدانو نن د غمرازۍ په بیلا بیلو پيغامونو کې جان مک کین په ډېر ښه ټکو کې یاد کړی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ټویټر باندې یو پیغام کې ویلي د جان مک کین په مرګ د هغه کورنۍ سره همدردي او غمرازي کوي.

وایټ هاوس د نوموړي په احترام کې د امریکې جهنډا نیمه ښکته کړې.

پخواني صدر براک اوبامه او د نوموړي میرمن مشل اوبامه په یو بیان کې ویلي دوي د مک کین کورنۍ سره د زړه د تل نه غمرازي کوي.

براک اوبامه چې په کال ۲۰۰۸ کې د سینټر جان مک کین خلاف د امریکې په صدارتي مقابله کې ولاړ وو او دغه مقابله يې ګټلې وه، په خپل بیان کې ویلي د بیلا بیل نسلونو او پس منظر سره تعلق لرلو او په سیاست کې د اختلافونو باوجود دوي دواړو امریکا د یو داسې خاورې په حیث لیدله چرته چې هرڅه ممکن دي.

د مازغو کینسر یا سرطان تشخیص کیدو څو میاشتې وروستو جان مک کین په نیشنل کنسټي ټیوشن سنټر کې د تېر اکتوبر په میاشت کې د وینا په وخت ویلي وو په دوي باندې غټ رحم شوی. دوي په ازاده خاوره ژوند کوي چرته چې هر څه ممکن دي. هم په دغه وینا کې نوموړي د صدر ډانلډ ټرمپ په صدارت کې د خطرو خبرداری ورکړی وو.

د امریکې بل پخواني صدر بل کلنټن او د نوموړي میرمن او پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن چې په سینټ کې د جان مک کین سره پاتې شوې وه، په یو بیان کې ویلي نوموړي اکثر سیاسي اختلافونه یو اړخ ته ایښودي وو او هغه څه یې کړي وو کوم څه چې د ملک په ګټه وو.

پخواني صدر جارج ډبلیو بش مک کین یو ریښتونی ملګری بللی او ویلي د ځنې خلکو احساس او تصویر په مازغو کې دومره قوي او واضحه وي چې د هغې د ختمیدو سوچ کول ګران وي.

د امیریکن یونیورسټۍ د سیاسي او تاریخي علومو پروفیسر ایلن لیچمن ویلي جان مک کین د اولسي خدماتو نمایندګي کړې. هغه یو ریښتیني امریکاي هیرو یا اتل وو او دا چې هغه صرف په میډیا باندې ځان ته اتل ویونکی کس نه وو.

د امریکي د سمندري ځواکونو د مشر ځوي، جان مک کین د نیوي پایلټ جوړیدو وروستو د ویت نام په جنګ کې برخه اخستې وه او په شمالي ویت نام کې يې د دښمن په مرکزونو هوايي بمباري کړې وه. په کال ۱۹۶۸ کې د نوموړي جنګي جهاز راغورځولو وروستو هغه جنګي قیدي شو او د پنځه کاله نه زیات وخت پورې د تشدد ښکار شوی وو.

څو لسیزې وروستو د ریپبلیکن ګوند سینیټر مک کین د امریکې او ویتنام ترمنځ اړیکو بیا پرځای کولو لپاره هنويي ته د سفر په وخت وایس آف امریکا ته ویلي وو چې د تیر وخت خبرې شا ته پریښودل پکار دي.

نوموړي په هغه وخت وایس آف امریکا ته ویلي وو داسې خلک شته چې دده سره يې په قید کې بد سلوک کړی وو او هغه طمع لري چې داسې بیا کله هم اونه ویني. خو نوموړي ویلي وو په قید کې دده سره شوي بد سلوک دده سوچ نه دی بدل کړی چې د ویت نام خلک ډېر ښه خلک دي او دده نزدې ملګري دي او دا چې د دواړه ملکونو اولس یو بل ته ضرورت لري.

په امریکا باندې د کال ۲۰۰۱ یوولسم ستمبر ترهګر حملو وروستو نوموړي افغانستان او عراق کې د امریکاي جنګونو مرسته کړې وه خو د مشکوک ترهګرو خلاف د زور زیاتي طریقو د استعمال يې سخت مخالفت کړی وو.