د ایران پلازمینه تهران کې د عدلیې د وزارت مخې ته د سپریم کورټ یا سترې محکمې دوه قاضیان په یو برید کې وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.
د ایران فارس خبري اژانس اؤ نورو محلي رسنیو ویلي د شنبې په سهار په تهران کې یوه بریدګر د عدلیې د وزارت مخې ته د محکمې په دریوؤ قاضیانو ناتاره ډزې وکړې اؤ تر هغ وروسته یې ځان هم ووژلو.
دا برید د شنبې په سهار سهار په ۱۰:۴۵ بجو ترسره شوی دی.
د ایراني ميډیا له مخې د تهران په منځنۍ برخه کې د عدلیې د وزارت مخې ته په ترسره شوي دې برید کې دوه باتجربه قاضیان علي رزیني او محمد مقیسه وژل شوي.
د وژل شوؤ قاضیانو په اړه معلومه شوې ده چې هغوي د ملي امنیت پر ضد د جرمونو، جاسوسۍ، او ترهګرۍ د پېښو اړوند قضیې فیصله کولې.
رپورټونه وایي چې په وسله وال برید کې د قاضي میري په نوم یو بل قاضي ژوبل شوی هم دی.
د تهران ټایمز ویب پاڼې د رپورټ له مخې په ۷۱ کلن قاضي رزیني تر دې وړاندې په جنورۍ کال ۱۹۹۸ کې هم یو وژونکی برید شوی ؤ خو هغه وخت نوموړی قاضي په دغه برید کې ژوبل شوی ؤ اؤ بیا یې ژوند ژغورل شوی ؤ.
په دغه برید کې په موټر سایکل سورو برید کړو د قاضي رزیني موټر ته مقناطیسي بل لګولی ؤ