کراچۍ : له یو کوره په تشدد د وژل شوؤ څلورو ښځو مړي ترلاسه شوي

پولیس وایي چې د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د یو کور څخه په تشدد د وژل شوؤ څلورو ښځو مړي موندل شوي چې وژونکو یې مرۍ هم ورغوڅې کړې دي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د پولیسو له خولې ویلي چې دا مړي د کراچۍ د ليمارکیټ په سیمه کې د یو فلیټ څخه ترلاسه شوي چې په وجودونو یې د تشدد نخښې له ورایه لیدل کیږي.

پولیسو د وژل شوؤ ښځو عمرونه 51، 18، 19او 13 کاله ښودلي وي اؤ وایي دوي پخپلو کې مور، لور، نمسۍ اؤ نږور وې.

د وژل شوؤ ښځو د کورنۍ مشر محمد فاروق پولیسو ته ویلي چې د پېښې په وخت هغه اؤ زامن یې په کور کې نه وؤ اؤ هیڅ نه دی خبر چې دغه ښځې چا اؤ ولې وژلي دي.

پولیسو ویلي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ د موقعې څخه شهادتونه راغونډوي چې معلومه کړې دا ښځې چا وژلي اؤ د وژنو علت یې څه دی؟

تېره د ستمبر میاشت کې د بشري حقونو په اړه د پاکستان د سېنېټ فنکشنل کمېټۍ په سیند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ضد په جرمونو کې په زياتوالي انديښنې څرګندې کړې او د پولیسو د کار په اړه يې پوښتنې راولاړې کړې وې.

دسېنېټ فنکشنل کمېټې د غونډې په مهال د کمیټې مشرې ثمینه ممتاز ویلي وؤ چې په ښځو اؤ ماشومانو د تشدد د ۱۰۵۸ مقدمو څخه ۹۸۵ لا اوس هم د ځنډ ښکار دي اؤ په اړه یې هیڅ فیصلې نه دي شوې.

هغې ویلي وؤ په ښځو د تشدد مقدمو کې تورنو ملزمانو ته د سزا ورکولو کچه صفر ده.

د بشري حقونو کارمندان وایي یوازې سیند صوبه کې نه بلکې په ټول هیواد کې د ښځو پر ضد د تشدد پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د عورت فاونډیشن کارمندې ممتاز مغل وي او اې ډیوه ته ویلي حکومت که وغواړي نو هر څه کولی شي اؤ د ښځو پر ضد د تشدد کچه راکمولی شي.

مېرمن مغل وايي ښځې خپلې مقدمې درج کول غواړي خو په ادارو کې ښځو ته انصاف نه ورکول کیږي چې له دې امله هغوي مایوسه بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.