خواجه اصف خبريالانو ته ويلي، د جنرل باجوه نه د وسله والو بيرته راوستو پوښتنه وکړئ

خېبرپښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، "جنرل فېض خو دننه (په جېل کې) دی، جنرل باجوه خو بهر دی د هغه نه دې دا پوښتنه وکړل شي" چې وسله وال یې بيرته راوستي وو.

نوموړي پرون په شپږم مارچ اسلام اباد کې د پارلیمان نه بهر، خبریالانو سره خبرو کې ويلي، "د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، د استخباراتي ادارې آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض حميد او پخواني وزیراعظم عمران خان د شريکو ګټو جوړ جاړی وو، دوی درې واړو دا (وسله وال) خلک راوستي او اباد کړي دي".

خواجه اصف ويلي، "هغه وخت پارليمان ته په دې اړه احوال وړاندې کړل شوی وو".

د پخواني پوځ مشر جنرل باجوه نه د پوښتنې کولو په اړه يو خبریال خواجه اصف ته ويلي، "پوښتنه کول خو د حکومت کار دی"، او خواجه اصف بيا ويلي، "تاسو هم پوښتنه وکړئ، تر ټولو غټ پوښتنې والا خو تاسو یئ، که تاسو پوښتنه نه شئ کولی بيا خبریالان د څه یئ".

د تېر کال په 30م دسمبر، په جېل کې بندي پخواني وزيراعظم عمران خان د اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې ويل شوي وو، "ملک ته د ټي ټي پي د خلکو (وسله والو) د بیا راستنولو او دلته د ابادولو وړاندیز په خپله د هغه وخت پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د تحریک انصاف په حکومتي دوره کې د کابينې مخې ته اېښی وو".

عمران خان دغه خبره د پوځي وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د څرګندونو په غبرګون کې کړې وه.

چودري په 27م دسمبر مطبوعاتو سره خبرو ويلي وو، "په 2021م کې د ټي ټي پي سره د تش نوم په خبرو له امله نن پاکستان او خېبرپښتونخوا کې ترهګري روانه ده، د بیانونو په ځای دې خېبرپښتونخوا کې (د تحریک انصاف حکومت) ښه عملدارۍ ته توجه ورکړي".

هغه د عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي وو، د ترهګرۍ په موضوع دې د سیاست کولو څخه ډډه وکړل شي.

په عمران خان تور دی چې په خپله حکومتي دوره کې یې تر 40,000 پورې وسله وال له افغانستان بېرته راوستي او په ملک کې نیول شوي خطرناک ترهګر یې له زندانونو خوشي کړي وو.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومتي وياند بېرسټر سېف وړاندې ويلي، د عمران خان په حکومت کې د طالبانو سره خبرې شوي خو بیرته نه وو راوستل شوي.

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، له دغې نزدې شل ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه وخت مشر جنرل فېض حميد کابل ته رسېدلی، د کابل د يو هوټل عکس یې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی، چې نور کسان هم ورسره ولاړ دي، او هغه د چای کپ په لاس کې نيولی وو.

هغه يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، "هر څه به سم شي، د ويرې هیڅ خبره نشته".

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.

په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف اوسنی حکومت وايي، پښتونخوا کې د امن دپاره د افغانستان سره مذاکرات کول غواړي او د مرکزي حکومت نه یې په دغې اړه منظوري غوښتې خو مرکزي حکومت د کاري شرطونو يا ټي او آرز په خبره ځان غلی کړی دی.

خواجه اصف پرون ويلي، د خېبرپښتونخوا حکومت د جرګې خبره کوي خو د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره هیڅ هم نه کوي.