"په خیسور کې چې مو څه وليدل په اوریدلو به یې د خلقو نه د حیات کیسه هېره شي"

سیاست دان شاه جي گل او خبریال حسن خان وايي په شمالي وزيرستان خیسور کې یې هغه څه وليدل چې په اوریدو بې یې د خلقو نه د حیات کیسه هېره شي.

شاه جي گل د خېسور د سفر نه په ستنیدلاو وي او ای ډیوه ته وویل د پښتو په وجه هغه ټولې خبرې په میډیا نه شي کولې چې څه هلته واوریدلی.

شاه جي گل وویل چې دوي هلته د حکومت او د پوځ په نمایندگۍ نه بلکې په خپل زاتي حیثيت کې ورغلي وو.

هغه وویل دوي په خیسور کې د ریاست نه غوښتنه وکړه د حیات د کورنۍ سره ظلم کونکي پوځیان دې کورټ مارشل شي:

"د دوي دې کورټ مارشل وشي"

هغه وویل:

"چې څنگه ده‍شت گردو ته سزا ورکړی کیږي هم دغسې دې دوي ته ورکړی شي"

هغه وویل چې د حیات کیسه به دخلقو نه هېره شي که هغه ټولې خبرې ېې وکړې خو شاه جي گل وايي د حیات دکورنۍ ډېر زیاتی شوی دی

خبریال حسن خان وویل د حیات خبره سمه ده او د مقامي خلقو تر مخه دغه شان کارونه نورهم ډېر شوي دي. هغه وویل امکان دی چې نور خلق به هم د سوشل میډیا دلارې نورې کسې خپرې کړي.

حسن خان وویل په وزیرسستان کې ژوند ډېر خراب دی. هلته د خلقو په مخونو ویره او تکليف دی. هغه وویل ریاست ددغه سیمې د خلقو سره ډېر ظلم کوي.

هغه وویل خلق غوښتنه چې که ریاست دويي خپل گڼي نو نور هيڅ دې ورته نه ورکوي خو چا چې د دوي د چاردیوارۍ بې حرمتي کړی ده سزا دې شي.

هغه وویل د نور پاکستان او د شمالي وزيرستان د خلقو په ژوند کې د زمکې او اسمان فرق دی:

"انتهايي د ویرې ماحول دی، د بده مرغه ریاست د خلقو د کومک په ځای نور ظلم کوي"

حسن خان وویل، د شمالي وزیرستان او نور پاکستان په ژوند کې داسې فرق دی لکه ورځ او شپه:

"هلته نه سړک شته، نه سکول شته نه هسپتال شته خلق تريدلي دي"

حسن خان وویل چې دوي شمالي وزیرستان ته ورسیدل نو خلق د دويي نه هم ویریدل چې څوک ورپسې بیا ورغلل "چې مونږ لاړو نو هغويي په مونږ هم شک کوو"

هغه وویل تر دې حده ظلم کیږي چې که هلته څوک په غوږ کې گل کیږدي یا ویښته لوی کړي نو هم یې رانیسي.

وي او ای ډیوه د واشنگټنه او په سیمه کې د ځايي چارواکو سره په دې موضوع د خبرو کوښښ کړی دی خو تر اوسه نه پوځ او نه کوم بل چارواکي په دې حقله خپل رسمي بیان ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ د پخوانیو دعوو تر مخه دويي دغلته د ضرب عضب عملیات کړي دي او ترهگرو ته یې ماتې ورکړی ده، پوځ وايي تر هغې به په سیمه کې موجود وي تر څو د ځايي خلقو ژوند ته خطرې ختمې شوې نه وي.

نور تفصيل په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

شاه جي گل افريدی او حسن خان په خیسور کې د سترگو ليدلی حال بیانوي