خوست: که چا په بازار کې د افغانۍ پر ځای پاکستانۍ روپۍ وکارولې، سزا به گوري

د افغانستان جنوبي خوست ولایت کې د ځايي ادارې لخوا د شوې پرېکړې له مخې، پس له دې هیڅوک نه شي کولای چې په بازار کې له افغانیو بغیر په نورو بهرنیو پیسو سودا وکړي.

په هغه ناسته کې چې تیره ورځ ناوخته د خوست ولایت په مرکز کې د دې ولایت ښاروال، د اقتصاد مشر، سوداګرو او د مدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه، د پولیسو اختر محمد نورزوی وویل هغه کسان به د سختې سزا سره مخامخ شي چې د افغانیو پرځای په نورو بهرنیو اسعار راکړه ورکړه ترسره کړي.

د پولیسو مشر وویل:"د افغانیو د کارولو پرېکړه به په لومړي قدم کې د حکومت اړوند په ټولو کارکوونکو عملي کیږي، وروسته به عام ولس په ورځنیو ټولو چارو کې له افغانیو څخه ګټه اخلي او که هرڅوک له دې وروسته کلدارې وکاروي، د هیواد د نافذه قوانینو له مخې عدالې او قضايی ادارو ته سپارل کیږي ترڅو پرهغوی قانون پلی شي."

سره له دې چې وړاندې هم په خوست ولایت کې د افغانیو د کارولو لپاره ورته پریکړې عملي نه شوې، خو د ځايي ادارې چارواکي، تاجران، او د خوست خلک دا ځل د کالدارو (پاکستانیو روپیو) پر ځای دافغانیو کارولوته جدي بریښي.

د خوست ښاروال انجنیر عبدالبصیرمحمدزی وايي، ولس او سوداگر له دې امله دا ځل د افغانیو کارولو ته ټینګه اراده لري چې په وینا یې د ډالرو په مقابل کې د پاکستانی روپۍ ارزښت ټيټ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: "د خوست ځايي اوسیدونکو ټول کاروبار په کلدارو دی او د ډالرو په مقابل کې د پاکستانی د روپی ارزښت په کمیدو سره له تجارانو او عامو ولسي خلکو سره چې کومې کلدارې دي نږدې ۵۰ فیصده زیان ورسیدلی دی او خلک د نورو نقصانونو د مخنیوي لپاره په افغانیو د کارو بار دمخته بیولو لپاره علاقه مندي ښودلې ده او له همدې امله مونږ دغه پریکړه دعملي کیدو وړ ګڼو چې د ولسي ملاتړه برخمنه ده."

په سویلي خوست ولایت کې د ولس او سوداګرواو مدني فعالانو په هڅو په داسې حال کې راکړه ورکړه په افغانیو د ترسره کیدو پریکړه شوې چې له پاکستان سره په ګډه پوله د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې هم په ټولیزه توګه ټول کاروبار او راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کیږي.

ننګرهاراوهلمند هم دافغانستان هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې دکلدارو پرځای پرافغانیو دخرید او فروخت هڅې پیل شوي خودا چې دا ډول پریکړې به په خوست او نورو ولایتونو کې ایا عملي شی ځواب به یې راتلونکي ته پریږدو.