ګنډاپور، "افغانستان سره د خبرو دپاره د مرکزي حکومت منظورۍ ته په تمه يو"

وزيراعلا علي امين ګنډاپور او طالبانو کونسل جنرل حافظ محب الله شاکر

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د افغان حکومت سره خبرو دپاره مو په صوبايي کچه د مذاکراتو دپاره جرګه جوړه کړې ده، د مرکزي حکومت لخوا د جرګې د کاري شرطونو (ټي او ارز) د منظورۍ په تمه يو".

د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو څانګې تېر ماښام ناوخته ويلي، وزيراعلا علي امین ګنډاپور افغانستان کې د واکمنو طالبانو پېښور کې کونسل جنرل حافظ محب الله شاکر سره ليدلي دي.

ويل شوي، ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو، تجارت د ودې ورکولو، سيمه یيزه امن، صوبه کې افغان کډوالو ته د ورپېښو مسلو د حل په ګډون په نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

ليدنه کې د تورخم پولې د بنديز او دواړو خواو سوداګرو او عامو خلکو په مشکلاتو هم بحث شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ غټه لار تورخم د تېرې مياشتې د 21 مې د شپې د 11 بجو راهسې وروسته له هغې وتړل شوه چې افغان طالبانو په تورخم کې خپلې غاړې ته ودانۍ يا تاسيسات جوړول.

د وزيراعلا او طالبانو کونسل جنرل د ليدنې په اړه خبر کې ويل شوي، د روژې او وړوکي اختر له امله د پولې زر تر زره پرانستو په هڅو اتفاق شوی دی.

ويل شوي، د پولې بنديز له امله سوداګر او ټرانسپورټران د مشکل سره مخ دي او د پولې بنديز د دواړو خواو په ګټه نه دی.

ګنډاپور ويلي، "د پولې پرانستو دپاره مونږ د خپل طرفه هڅې کوو، افغان سفارتخانه دې هم په دې لړ کې کردار ادا کړي، په سيمه کې ناامنۍ د دواړو خلک د مشکل سره مخ کوي، د سيمې امن د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دی، د تل پاتې امن دپاره خبرې اترې غوره لاره ده".

وزيراعلا زياته کړې، "مونږ د افغان حکومت سره خبرو دپاره په صوبايي کچه جرګه جوړه کړې ده، د مرکزي حکومت لخوا د کاري شرطونو يا ټي او ارز منظورۍ ته په تمه يو، څنګه دغه منظور شي جرګه به افغانستان ته ولېږل شي".

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا تازه څرګندونو ته مرکزي حکومت سمدستي کوم غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې د ګنډاپور دغه ډول دعوو ته مرکزي حکومت په ځواب کې ويلي، د افغانستان يا کوم هيواد سره خبرې کول د صوبايي حکومت په واک کې نه راځي.

علي امين ګنډاپور له دې وړاندې د تېر کال دسمبر په مياشت کې ويلي وو، مرکزي حکومت ورته ويلي چې د افغانستان سره خبرې وکړي او له دغې وړاندې، نوموړي د ستمبر په مياشت کې هم ويلي وو، د صوبې په حېث افغانستان ته پلاوی لېږي.

د ګنډاپور لومړي بيان ته په غبرګون کې د دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

د تېر مياشتې په سر کې د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف اسلام اباد کې د طالبانو سفير سره ليدلي، په دوه اړخيزه چارو او افغانستان ته د قبايلي، سياسي مشرانو او علماو د پلاوي لېږلو خبره یې کړې وه.

له دغې دوه ورځې وړاندې سېف ويلي وو، "د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به پلاوی يا وفد افغانستان ته لېږي، مقصد یې قبايلي ضلعو کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د قبايلي قومونو ترمنځ وي، د خوارج سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".

د پاکستان پوځ او حکومت تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت افغانستان سره بیا بيا د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کوي چې خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.

مخکيني مذاکرات

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد (څوک چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی) په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړل شوي وو.

پاکستان ويلي وو، افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب یې د ټي ټي پي سره مذاکرات کول او طالبانو هم منلې وه، د ټي ټي پي سره یې د پاکستان مذاکراتو ته زمينه برابره کړې وه.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

له دغې وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.

د کال 2023 د فرورۍ په 22مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکيني مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون يو حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو.

او په افغانستان کې یې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.