سږکال خېبر پښتونخوا کې د پولیو وړومبۍ پېښه له مومند قبایلي ضلعې مخې ته راغلې ده

د پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور مومند قبایلي ضلعې نه د پولیو د پېښې مخې ته د راتلو په سخته نوټس اخستی اؤ د صحت سیکرټري ته یې د اړوند ضلعي روغتیایي افسر اؤ پولیو کوارډینیټر په سمدستي توګه د ګوښه کولو وینا کړې ده

د روان کال په مهال په خېبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ وړومبۍ پېښه د قبایلي ضلعې مومند نه مخې ته راغلې ده اؤ چارواکي وایي چې دغلته د نهو میاشتو یوې ماشومې ته د پولیو وایرس ورپورې شوي دي.

دا په روان کال کې د پاکستان دننه د پولیو 19مه پېښه ده چې د پولیو په چټکتیا سره د خورېدو متعلق یې د چارواکو اندېښنې راپارولې دي.

د پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور مومند قبایلي ضلعې نه د پولیو د پېښې مخې ته د راتلو په سخته نوټس اخستی اؤ د صحت سیکرټري ته یې د اړوند ضلعي روغتیایي افسر اؤ پولیو کوارډینیټر په سمدستي توګه د ګوښه کولو وینا کړې ده.

د وزیر اعلا د دفتر لخوا په خپور کړل شوي بیان کې ویل شوي چې مومند ضلعه کې به د پولیو د ناقصه کمپين د نورو ذمه واره کسانو تعین هم کولی شي.

وزیراعلا ګنډا پور ویلي چې د اړوند سرکاري چارواکو تر څنګ به د شراکت داره ادارو د اړونده مامورینو په ضد هم ګامونه اخستل کیږي.

هغه ویلي چې د صوبې په نورو ضلعو کې به هم د پولیو د کمپین معیار په هر لحاظ باوري کولی اؤ په دې به هیڅ رقم جوړ جاړی نه شي کولی.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې صوبې نه د پولیو وایرس ختمول د صوبایي حکومت اولیت دی اؤ په دې اړه د یو نوي عزم سره ګامونه اخلي.

د ګنډا پور په وینا صوبې نه د پولیو وایرس ختمولو کې به هر چا ته خپل کردار ادا کول وي.

هغه اعلان کړی چې مومند ضلعه کې کومه ماشومه د پولیو په ناروغۍ اخته شوې د هغې علاج اؤ کفالت حکومت کوي.

سږ کال په پاکستان کې د پولیو ټولې 19 پېښې مخې ته راغلي چې دې کې تر ټولو زیاتې 13 پېښې د بلوچستان څخه ریکارډ شوې دي.

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق د پولیو پېښو کې په اضافه اندېښنه ښودلې اؤ هر ماشوم ته یې د پولیو نه دخوندیتوب د څاڅکو ورکولو په ضرورت ټینګار کړی دی.

پخپل یو بیان کې هغې ویلي د پاکستان اؤ افغانستان د پولې دواړو غاړو ته د پولیو سیوا کېدونکې پېښې په ټول ملک کې د ماشومانو لپاره د خطرې یو علامت دی اؤ مونږ ته اړینه ده چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړو.

د پاکستان پولیو پروګرام په دې وروستیو کې له 9م تر 13م ستمبر پورې په 115 هغو ضلعو کې د پولیو په ضد کمپاین چلولی ؤ چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې شمیرل کیږي.

د پولیو پروګرام له مخې په دې کمپین کې درې کروړه اؤ 25 لکو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړل شوي وؤ.