د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور نن په دویمه ورځ هم لادرکه دی، د صوبایي اسمبلۍ بېړنۍ غونډه راوبلل شوه

PAKISTAN-POLITICS-VOTE-RIGGING

د خېبر پښتونخوا وزیرعلا ښاغلی علي امین ګنډا پور نن په دویمه ورځ هم د اسلام اباد څخه لادرکه دی اؤ د پښتونخوا حکومت ویاند وایي هغوي ته هیڅ معلومه نه ده چې وزیراعلا ګنډا پور چرته اؤ په څه حال دی.

د هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي علي امین ګنډا پور نه خو پولیسو نیولی اؤ نه د ایجنسیو سره شته بلکې هغه د خېبر پښتونخوا هاوس څخه تښتیدلی دی.

د اسلام اباد څخه د وزیراعلا علي امین ګنډا پور د مرموزې بې درکۍ په معامله د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ بېړنۍ غونډه نن د اتوار په ورځ رابلل شوي اؤ تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج کولو اعلان هم کړی دی.

د خالي په ورځ د تحریک انصاف قافلې سره اسلام اباد ته د احتجاج لپاره له رسېدو وروسته علي امین ګنډا پور د خېبر پښتونخوا هاوس څخه د رینجرز اؤ پولیس ځواکونو پخپله ولکه کې اخستی ؤ اؤ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر عمر ایوب خان دعوه کړې وه چې وزیراعلا په ناقانونه توګه نیول شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي اؤ نورې میډیا هم په وړومبي سر کې د وزیراعلا د نیول کېدو خبر ورکړی ؤ خو وروسته بیا میډيا د سرکاري سرچینو له خولې وویل چې علي امین ګنډا پور په باضابطه توګه نه دی نیول شوی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند پخپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي "د یوې صوبې موجوده وزیر اعلا لادرکه دی اؤ ټول پوهیږي چې هغه چا په غیر قانوني ډول په حراست کې ساتلی دی"

پي ټي آي په سمدستي توګه د علي امین ګنډا پور د خوشې کولو غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي "د ټولې نړۍ په مخکې دې پاکستان پسې له خندا کولو لاس واخستل شي"

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د سیکرټریټ لخوا د اسمبلۍ د رابلل شوې غونډې په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې غونډه کې به د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا د تښتول کېدو په معامله بحث کولی شي.

د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف هم د اسمبلۍ د بېړنۍ غونډې رابلل کېدو پخلی کړی اؤ پخپل بیان کې یلي ویلي دي چې دوي ته هیڅ نه ده معلومه چې دا مهال وزیراعلا علي امین ګنډا پور چرته دی.

د تحریک انصاف ګوند د پېښور صدر عرفان سلیم رسنیو ته ویلي چې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور پراسراره جبري لادرکي د ولس د رایو سپکاوی دی.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا تورونه رد کړي چې ګنې علي امین ګنډا پور د اسلام اباد څخه نیول شوی دی.

خبریالانو ته ښاغلي نقوي ویلي علي امین ګنډا پور د خېبر پښتونخوا هاؤس څخه تښتېدلی اؤ د هغې د تېښتې عکسونه هم شته.

د محسن نقوي په خبره "زه تاسو ته په ددې خبرې پخلی کوم چې هغه نه د پولیسو سره دی،اؤ نه د کومې بلې ادارې په حراست کې دی، هغه پخپله تښتېدلی دی"

تر دې وړاندې هم تېره میاشت په اتم ستمبر د اسلام اباد تر څنګ یوې جلسې ته له وینا کولو وروسته علي امین ګنډا پور په مرموزه توګه بې درکه کړل شوی ؤ اؤ د تحریک انصاف مشر عمران خان بیا ویلي وؤ چې هغه ایجنسیو پورته کړی خو د تحریک انصاف مشرانو ویلي وؤ "له یو اوږد میټنګ وروسته علي امین ګنډا پور پېښور ته رارسېدلی دی"

د علي امین ګنډا پور د وړومبۍ بې درکۍ وروسته د هیواد ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وؤ چې هغه په کوهسار کې د آي ایس آي میلمه ؤ اؤ په منتونو یې بیا پرېښودی دی.