دليبیا د مسافرو یوه الوتکه مالټا ته تښتول شوې ده

لاسي بم په لاس دوه اغوا کونکو دليبیا د مسافرو یوه الوتکه مالټا ته تښتولې ده چې پکې 118 کسان سواره دي. رائټرزخبري اداره واېي قذافي پلوه هاېي جیکرز یا جهاز تښتونکو د افريقين ایر لاین کمپنۍ ایر بس 320 د لیبیا څخه نزدې هېواد مالټا ته اړولې دی. مطبوعاتو ويلي دي په جهاز کې دوه کسانو ویل چې که د دوېي غوښتنې ومنل شي نو سورلۍ به خوشي کړي. دا لا نه ده په ډاگه چې د هاېي جیکرز غوښتنې څه دي.

الوتکه دجنوب غربي صباحه ښار څخه طرابلس ته روانه وه . دا سفر څه کم دوه گېنټې جوړیږي.

تازه:

د مالټا وزاعظم ويلي دي109 سورلۍخوشې کړې شوي دي. خو د تښتول کیدلو پېښه لا ختمه نه ده. د تښتونکو سمه پیژندگلو لا نه ده شوې خو ځيني نشریات ښاېي د جهاز څخه شين یا زرغون رنگه بیرغ راښکاره کړې شوې ؤ . دغه بیرغ د پخواني آمر کرنل قذافي د دولت د رسمي بیرغ سره سمون خوري .

د ليبیا حکمران معمر قذافي په کال 2011 کې په یو اولسي حمله کې وژل شوې ؤ او د هغې وروستو په هېواد کې خانه جنگي روانه ده.

خبرونه واېي په مالټا کې اود لیبیا د طرابلس په ميټاگا هواېي میدانونو خصوصی ځواکونه چټک ولاړ دي

د ميډیټیرېنین جزېرې ورکوټې هیواد مالټا د طرابلس څخه پينځه سوه کلومیټره په شمال کې دی. مالټا ته په 1985 کې د فلسطين سره تعلق لرونکو د مصر یو جهاز تښتولې ؤ چې پکې گڼ شمیر سورلۍ وژل شوې وې.