پخواني هندي وزیراعظم من موهن سنگھ په باچاخان سکول کې تعليم ولې او څنگه کړی.

ډيرو لږو خلکو ته به معلومه وي چې د هند پخوانی وزير اعظم او وتلی اقتصاد پوه من موهن سنگھ خپلې لومړنۍ زدکړې د اتمانزو په ازاد سکول کې کړي دي چې خدايي خدمتگار باچا خان جوړ کړی و.

په ازاد سکولونو د پي ايچ ډي ډگري اخستونکی ډاکټر سهيل خان وايي په دې سکولونو د تحقيق په کار کې ورته دا هم معلومه شوه چې من موهن سنگھ د اتمانزو په سکول کې و او تر اتمه يې دلته زدکړې کولې. ډاکټر سهيل خان وايي د من موهن سنگھ پلار د چارسدې په کچرو کې کار کولو او غوښتل يې چې بچي يې په ښه سکول کې زدکړې وکړي. د من موهن سينگ پلار چې گور مک سينگ نومېده، د تپوس پوښتنو وروسته پريکړه وکړه چې په سيمه تر ټولو ښه سکول د باچا خان ازاد سکول دی او درې بچي يې په دغه سکول کې داخل کړه.

ډاکټر سهيل خان وايي د من موهن سنگھ د سکول درې ملگري يې هم پيدا کړي وو او ورسره يې مرکې کړې وې او هغو ورته ويلي چې دوې درې روڼه په دې سکول کې وو. د من موهن سنگھ د چارسدې سره رشته او د ازاد سکول تاريخ هله رابرڅيره شو چې کله په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان خارجه وزارت د دغه سکول ريکارډ اوغښتلو. او وايي امکان دا دی چې وزارت خارجه دغه ريکارډ د هند په غوښتنه راويستلی وي.

ډاکټر سهيل وايي که څو هم د اتمانزو ازاد سکول په کال ١٩۴٦ کې په سرکاري سکول کې ضم کړی شو څو د ماسټر کريم د رجسټرو نه مې يو بل ثبوت هم پيدا کړو چې من موهن سينگ د اووم کلاس استاد ته درخواست کړی و چې غريب دی او د سکول فيس نه لري که دغه ورته معاف کړی شي.

من موهن سنگھ د پنجاب په گاه نوم کلي کې په ٢٦ ستمبر کال ١٩٣٢ کې زيږيدلی دی چې نن دغه کلی د پاکستان په پنجاب کې دی. د لوړ فکر، يو منل شوی سکالر او تکړه اقتصاد پوه، من موهن سنگھ د هند په سياسي تاريخ دويم سياست مدار دی چې دوه ځله د ملک وزير اعظم جوړ شوی دی. جواهر لال نهرو لومړی سياست مدار و چې دوه ځله منتخب شوی و.

د اتمانزو د سکول قيصه خو لا پاتې ده. د باچا خان پلار بهرام خان چې کله په حق ورسيدو نو د سخات د پيسو د رسم د ختمولو د پاره باچا خان خپله فيصله وکړه او د پيسو ويشلو په ځاې يې اته جريبه يا څلور ايکړه پيداوري زمکه د اتمانزو سکول ته اوبخښله. د باچا خان د تره ځوي عباس خان هم ورسره په پيوست خپله سپاړس جريبه يا اته ايکړه زمکه دغې سکول ته وقف کړه.

خو دغه زمکه د سرحد پخواني وزير اعلی قيوم خان د سکول نه داسې وتروړله چې پخپله يې د خلکو په نوم واړوله او دغه شان قبضه شوه. ډاکټر سهيل خان وايي د قيوم خان دا نيت و چې نه دا سکول پاتې شي او نه ورسره د باچا خان نوم او تاريخ. قيوم خان د بابړې د کربلا د شمر په نوم هم ياديږي ځکه چې په دولسم اگست کال ١٩۴٨ کې يې د خدايي خدمتگارانو په پر امن جلوس د گولو باران وکړو او د ای اين پي د مشر اسفنديار ولي خان په وينا ٦١٠ بې وسلې مظاهرچيان يې ووژل.