"پوځيان بې تپوسه راننوځي، وايي کټ او بالخت راته سم که" دا خبره د زغملو وړه نه ده: منظور پشتين

په ټولنيزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې یو تنکی ماشوم حیات خان وايي پاکستاني پوځیانو یې د کور ستر پرده ماته کړې ده، د حیات خان تر مخه پوځیان یې بې اجازته کور ته ورننوځي:

"پوځيان بې تپوسه راشي وايي کټ او بالخت راته سم که"

حیات خان د شمالي وزیرستان د خیسور سيمې د علي خبلو کلي اوسیدونکی دی، دهغه مشر ورور عرفان الله د دوبۍ نه د ټلیفون په لیکه وی او ای ډیوه ته وویل نن یې په کشر ورور حیات پسې کسان ورغلي وو چې بیان پرې بدل کړي.

د عرفان الله سره مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

عرفان الله مرکه

د حیات د ویډیو خپریدلو ورستو د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پشتين ويلي دی ددغه ویډیو په لیدلو ېې زړه دردیدلی دی.

هغه په 20 جنورۍ سره د خپلو ملگرو د شمالي وزیرستان خیسور ته ور روان دی. هغه وي او ای ډیوه ته وویل ورځي چې ددغه خبرې تپوس وکړي. هغه وویل اخر د پښتنو د کورونيو بې حرمتي ولې کیږي؟

هغه وویل چې په خیسور کې د پاکستان پوځیان د نورو خلقو کورونو ته هم بې تپوسه ورننوځي او د ستر پردې بې حرمتي کیږي:

"زمونږ دعزت خیال دې وساتي"

د منظور پشتين په خیال دا لومړۍ پېښه نه ده:

" په پښتونخوا کې هم داسې شوي دي خو خلق پرې خاموشه کیږي"

منظور پشتين وویل:

"دې ماشوم غیرت وکړلو خپله خبره یې د قام ته وړاندې کړه، پښتانه به هم پرې غیرت کوي"

د منظور پشتين سره مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پشتين مرکه

د منظور پشتين سره د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او نور پښتانه هم خیسور ته ور روان دي. د منظور پشتين تر مخه په خیسور کې به داینده تگ لارې فیصله کیږي.

د لس کلن حیات خان ویډیو یوه ورځ وړاندې په ټولنيزو رسنیو خپره شوې ده. په دې ویډیو کې دعوا شوې ده چې ددې ماشوم ورور او پلار څلور میاشتې شوې چې د پوځي یونټ (16 ای- کې) وړي دي.

د حیات خان د بیان تر مخه چې کوم پوځیان یې کورته ورځي د یو نوم پکې دریا خان دی:

"مونږ ترې تنگ راغلي یو" حیات خان وايي:

"که پلار او ورور مې گناهگار وي نو نه دي پرېږدي خو کور ته دې نه راځي، بې حرمتي دې نه کوي"

د پاکستان د پوځ په شمالي وزیرستان کې د امن په ځای کولو د دعوې باجود هم خبریالان سیمې ته نشي ورتللی. په دغه سیمه کې د اذادو لارو د خبرونو تصدیق نه کیږي.

وي او ای ډیوه د واشنگټنه او په سیمه څخه د ځايي چارواکو سره په دې موضوع د خبرو کوښښ کړی دی. د سېمې د انتظامي د مشر عبدالناصر لاسي ټلیفون بند راځي او دهغه د دفتر په ټلیفون په دې موضوع چا خبره ونه کړه.

د پاکستان د پوځ لخوا د حیات خان د ویډیو په حقله څه غبرگون نه دی ښودل شوې خو د پخوانیو دعوو تر مخه پوځ دغلته د خلقو د حفاظت لپاره موجود دی. د پاکستان پوځ وايي دويي دغلته د ضرب عضب عملیات کړي دي او ترهگرو ته یې ماتې ورکړی ده، پوځ وايي تر هغې به په سیمه کې موجود وي تر څو د ځايي خلقو ژوند ته خطرې ختمې شوې نه وي.