د مشال خان په مقدمه کې به عدالت په ٧ مه فرورۍ فېصله اوروي

په هري پور جېل کې د ترهگرۍ د مخ نيوي ځانگړي عدالت د مشال خان په قضیه کې ٧ مه فروري دفېصلې اورولو نیټه ټاکلې ده.

د مذهب د سپکاوي په تور کې د وژل شوي مشال خان وکيل شهاب الدين خان خټک وي او ډیوه ته اوویل د جنورۍ په ٢٧ مه د جرحې او بیانونو نه پس ټول شهادتونه پوره شول اوجج فیصله د ٧م تاريخ لپاره خوندي کړه.

ښاغلي خټک اوویل:

" مونږ په عدالت کې د شهادتونو په رڼا کې ثابت کړه چې مشال خان بې گناه قتل شوی دی او جج ته مو خواست وکړو چې ټولو ملزمانو ته د تیزندۍ سزا واوروي".

د مشال خان د قتل په تور ټول ٥٧ کسان نیول شوي دي او دا وخت په جیل کې دي.

په ٢٠١٧ کې د جولايي په میاشت کې د مشال خان د قضیې اوریدنه د هغه د پلار محمد اقبال لالا په خواست دپیښور ستر عدالت د مردان څخه دهري پور زندان ته د وړلو امر کړی وو.

دمشال خان پلار محمد اقبال د عدالت څخه غوښتنه کړې وه چې په مردان ښار کې مشال خان وژل شوی او دغلته اوس د قضیې دپاره دهغه او د کورنۍ د نورو غړو ورتگ له خطره ډک دی.

د جولايي ٢٠١٧ راهسې تر د ٢٧ مه جنورۍ ٢٠١٨ پورې په هري پور کې ددې قضيې هره اونۍ دوه اورېدنې روانې وې.

ښاغلي خټک اوویل چې د مشال خان د وکيلانو پېنل (ډله) د جج په کردار او د اوریدنې په طريقه هيڅ شک نه لري خو په فیصله د ناخوښۍ په حال کې ورسره د اپيل حق شته دی.

په پاکستان کې د ترهگرۍ د مخ نيوي د ځانگړي عدالت د کومې فیصلې په ضد د صوبې په ستر عدالت ( هاي کورټ) او بیا د هېواد په ستر عدالت (سپريم کورټ) کې اپیل کېدلی شي.

د مشال خان لخوا د ،وکيلانو په پېنل کې د ښاغلي خټک څخه علاوه ایاز خان اميرالله چمکنی، فضل خان، ایازخان، سردارعبدالروف، حافظ کالا خان سليم خان او ځيني نور شامل دي . ښاغلي اقبال په خپله یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو دا ټول وکيلان ددې قضيي وکالت په خپله خوښه رضا کارانه کوي.

د خپل انداز په دې ځانگړې قضیه کې د تورن کسانو لخوا ټول ٢٢ وکیلان عدالت ته وړاندې کیږي.

په ١٣م اپریل ٢٠١٧ د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې قهرجنو طالب علمانو مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو، ټکولو او ډزو وژلی وو.

د عيني شاهدانو د بیانونو نه علاوه په ویډیو فلمونو کې لیدل کیدل چې د مشال خان مړی بربنډ د پوهنتون په دالان کې پروت دی او گڼ شمېر خلق ورباندې تششدد کوي او فلمونه یې جوړوي.