​ خبریال مطیع الله جان وايي د اسلام اباد احتجاج کې د وژنو په کره شمېرې معلومولو نیول شوی

پولیسو د مطیع الله جان په ضد د ترهګرۍ اؤ منشیاتو مقدمه درج کړې اؤ د ترهګرۍ ضد عدالت هغه د دوؤ ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی

اسلام اباد څخه تېره شپه په مرموزه توګه لادرکه شوی خبریال مطیع الله جان پولیسو نیولی اؤ نن د زیارت په ورځ یې اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی.

پولیسو د مطیع الله جان په ضد د ترهګرۍ اؤ منشیاتو مقدمه درج کړې اؤ د ترهګرۍ ضد عدالت هغه د دوؤ ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

مطیع الله جان عدالت ته د وړاندې کېدو په موقعه خبریالانو ته ویلي د هغه په ضد د منشیاتو اؤ ترهګرۍ مقدمه د خندا وړ ده ځکه چې د تشو سکریټو نشه هم نه کوي.

هغه ویلي د اسلام اباد په احتجاج کې په مپینه توګه د شوؤ وژنو په کره شمیره معلومولو یې کار کولو اؤ له دغه امله نیول شوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (سي پي جی) اؤ یو شمېر خبریالانو د مطیع الله جان د ګرفتارۍ غندنه اؤ په سمدستي توګه یې د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د خبریال مطیع الله جان ځوي دعوه کړې وه چې پلار یې تېره شپه نامعلومه کسانو د اسلام اباد د پمز روغتون له ساحې تښتولی دی.

مطیع الله جان په اسلام اباد کې د حکومتي مشرانو، د واکمنو او مخالفو ګوندونو او چارواکو نه د سختو پوښتنو لپاره یوه پېژندلې څېره ده اؤ هغه د پاکستان په لویو عدالتونو کې د قانوني جګړو او مقدمو په اړه د رپوټونو ورکولو یو ماهر خبریال ګڼل کېږي.

د زیارت په ورځ پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړو چې د مطیع الله جان په ضد د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې.

د هغه خلاف د درج ایف آي ار عکس په سوشل میډيا هم خپور شوی.

په دغه ایف آي ار کې په مطیع الله جان تور لګول شوی مطیع الله جان د شپې پاؤ باندې دوه بجې په یو ګاډي کې روان ؤ پولیسو د هغه ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو هغه د پولیسو د چقولو په غرض په هغوي ګاډي ور وخېژولو.

ایف آي ار کې لیکل شوي چې په ګاډی کې ناست شخص( مطیع الله جان) چې کله له ګاډي راکوز شو نو هغه په نشه کې ؤ ، په مدثر نومې یو پولیس عسکر یې تشدد وکړو، له هغه یې سرکاري ټوپک راښکلو اؤ اؤ هم هغه ټوپک یې پرې راواړولو اؤ د وژنې ګواښونه یې ورته وکړل.

پولیس وایي چې بیا یې دغه تن کله قابو کړو نو د هغه پېژندګلو د مطیع الله جان په نوم وشوه.

پولیسو دعوه کړې ده چې د هغه له ګاډي یې 246 ګرامه نشه اي توکي ایس هم برامد کړي دي.

پخپله د زیارت په ورځ چې کله مطیع الله جان په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کولو نو په دغه موقعه هغه خبریالانو ته وویل چې په ضد یې د منشیاتو مقدمه د خندا وړ ده ځکه چې هغه د تشو سکریټو نشه هم نه کوي.

نوموړي ویلي د اسلام اباد احتجاج کې د شوؤ وژنو کره شمیره یې معلوموله اؤ هم له دې امله نیول شوې دی

د مطیع الله جان په ضد درج مقدمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي 7اې ټي اې، د منشیاتو د ساتنې اؤ نورې بیلابېلې دفعې لګول شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن اؤ د خبریالانو تنظیمونو د خبریال مطیع الله جان د ګرفتارۍ غندنه کړې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


پخپل یو بیان کې د بشري حقونو کمیشن غوښتنه کړې ده چې خبریال مطیع الله جان دې په سمدستي ډول پرته له کوم شرطه خوشې کړل شي اؤ د خبریالانو د غلي کولو امرانه حربو نه دې لاس واخستل شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټ) اؤ پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټۍ هم د مطیع الله جان د ګرفتارۍ غندنه کړې اؤ په دې یې اندېښنه ښکاره کړې ده.

پخپلو بیلابیلو بیان کې سي پي جی اؤ پي ایف یو جی غوښتنه کړې ده چې مطیع الله جان دې زر تر زره خوشې کړل شي.

همدا شان ګڼو پاکستاني خبریالانو هم په سوشل میډیا وړومبی د مطیع الله جان د بې درکه کولو اؤ بیا د ګرفتارۍ ښودلو غندنه کړې اؤ دا یې په صحافت اؤ د رایې په ازادۍ یو برید بللی دی.

مطیع الله جان تر دې وړاندې په کال 2020م کې هم په 21م جولایي نامعلومه کسانو د هغه د زوي د اسکول د مخې نه تښتولی ؤ خو بیا د خبریالانو د سخت احتجاج اؤ فشار نه وروسته د اسلام اباد سره نزدې په یوه خوشې سیمه فتح جنګ کې پرېښودل شوی ؤ.

پاکستان کې د بشري حقونو ډلې او په خېبر پښتونخوا، او بلوچستان کې مخالف او ملتپاله ګوندونه د فعالینو او خبریالانو د بېدرکۍ تورونه په امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي.

یادې ادارې د خلکو په زور د بېدرکۍ تورونه ردوي خو مخالفین د فعالینو او مخه وریزو خلکو په بېدرکۍ کې د ځینو ادارو د ممکنه ککړتیا په اړه حکومتي چارواکو انکار یا رد باندې باور نه کوي.

د مطيع الله جان په اېکس اکاونټ په تيرو څو ورځو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند اسلام اباد کې د احتجاج خبرونه ورکړل شوي دي.