پاکستان کې د موسمیاتو محکمې خبر ورکړی چې د 25مې نه تر 27مې فرورۍ پورې د ملک په برنو او منځنيو علاقو کې د بارانونو او واورې د ورېدو امکان دی.
د موسمياتو محکمې ويلي، د 25مې فرورۍ څخه د خېبرپښتونخوا صوبې په لوړو او مينځنوعلاقو ته لويديځي هواګانې داخليږي او د اثراندازه کېدو امکان یې څرګند کړل شوی دی.
ويل شوي، د 27مې فرورۍ پورې د صوبې په زياترو ضلعو چترال، دير، ملاکنډ، سوات، اېبټ اباد، مانسهره، هري پور، کوهستان، شانګله، تورغر، بټګرام، بونير، کرک، خېبر، پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ، باجوړ، کورمه، ټانک، وزيرستان، کوهاټ، هنګو، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې د بارانونو او په غرونو د واورې ورېدو امکان دی.
ويل شوي د تېزو بارانونو او واروې ورېدو له امله سړکونه بندېدی شي او د ګاډو تګ راتګ اغېزمنه کېدی شي، او د غرونو راښوېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې ده.
د موسمياتو محکمې د 26مې او 27مې فرورۍ په ورځو کې په بلوچستان صوبه کې هم د بارانونو او په غرونو د واورې ورېدو امکان څرګند کړل شوی دی، دغه ډول څرګندونه د اسلام اباد او د پنجاب صوبې د بېلابيلو برخو دپاره هم شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې اړونده ادارو ته لاروښوونه کړې چې وسايل په کار راولي منصوبه بندي وکړي، حساسه او د سېلګرۍ سيمو ته ټرېفک کنټرول کړي، او په بېړنيو حالاتو کې مشينري په کار واچوي غټې وړې لارې د ټرېفک دپاره ازادې وساتي.
په خلکو غږ شوی چې محتاط پاتې شي او ځان د موسم د حال نه خبر وساتي.
تېره اوونۍ د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو کې د باراني پېښو له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه او نهه ټپیان شوي او بېلابيلو پېښو کې څلورو کورونو ته زيان اوښتی، د بارانونو او واورو له امله ځينې لارې هم بندې شوې وې.