کورمه کې د وروستي برید په تړاو 11 وسله وال نیول شوي، حکومت د 14 وسله والو د سرونو بیعې ټاکلي

امنیتي چارواکي وایي د خیبر پښتونخوا د ناکراه قبایلي ضلعې کورمې په اوچت نومې سیمه کې په امدادي قافله شوي برید کې د لاس لرنې په تور 11 وسلوال نیول شوي دي.

د "ډان نیوز" د راپور له مخې، پولیس چارواکي وایي چې دغه وسلوال د کورمې له بېلابېلو سیمو نیول شوي اؤ د نورو مشکوکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي.

تر دې وړاندې، صوبايي حکومت د کورمې په پېښه کې د ښکېلو وسلوالو د سرونو بیې ټاکلې وې، چې ویل کېږي دوی د بګن، وتیزۍ او هارون مېله سیمو سره تړاو لري.

په کورمه کې د 14 وسلوالو د سرونه قیمتونه ټاکل شوي، چې تر ټولو لوړ قیمت پکې د کاظم نومې وسله وال کماندر د سر درې کروړه روپۍ ټاکل شوی دی.

د حکومتي اعلامیې له مخې د امجد الله د سر قیمت ده کروړه، د مکرم خان یو نیم کروړ، د درویش وزیر یو کروړه، او د منصور، اسامه، آدم ساز، یاسین او وزیر محمود د سرونو بیعې 30 لکه روپۍ ټاکل شوې دي.

همداراز، د سیف الله، اسامه عرف شفیق، او نور الله د سرونو بیعې ، یو،یو کروړ اؤ د عثمان د سر قیمت 80 لکه روپۍ ټاکل شوی دی.

د فبرورۍ پر 17مه، د کورمې په ناامنه سیمو کې د مرستو لپاره په روان کاروان برید شوی ؤ اؤ ددغه کاروان د ژغورلو هڅو کې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي وؤ.

د تاوتریخوالي دې تازه لړۍ چې د تېرې میاشتې له اوږد تاوجن وضعیت وروسته رامنځته شوې، د سیمې نازک امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی، ځکه چې د اوربند له شوي تړون مخکې دغلته په فرقه ییزه نښتو اؤ بریدونو کې لږ تر لږه 130 کسان وژل شوي وؤ.

همداراز، د برنۍ کورمې د هېواد له نورو برخو سره د نښلولو یوازینۍ زمکنی لاره، یعنې د "ټل-پاراچنار" سړک، د پرله پسې بریدونو له امله د هر قسم تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.

درې ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې کورمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره، د اوچت، مندوري، داد کمر، او بګن کلي له خلکو خالي کړي او د وسلوالو پر ضد پراخه عملیات پیل کړي.

همداراز، حکومت پرېکړه کړې چې د کرم په ناامنۍ کې د لاس لرونکو کسانو نومونه به "فورتھ شیډول" ته واچوي.

حکومت ويلي، د لومړۍ جنورۍ د امن معاهدې باوجود ځینې عناصر شر جوړوي، او د هغې له امله رياست ته خواست شوی چې د امن دښمنانو ضد سخت ترينه کارروايي وکړي او خلک نور د مشکل سره مخ نه شي.

صوبايي حکومت د وړاندې نه ویلي، په کورمه کې د بنکرو او مورچو ورانولو عمل دوام لري.

د کورمې د شخړې هواري لپاره د جنورۍ په وړومبۍ نېټه کوهاټ کې د حکومت په مرسته شوې جرګه کې دواړو ټولنو د امن تړون لاسليک کړی و.

خو د دغې لوظنامې لاسليک کېدو وروسته هم په کورمه کې نه وسله راغونډه کړل شوې او نه د څلورو میاشتو راهسې بنده د ټل۔پاراچنار لاره په مکمله توګه پرانستل شوې ده.

د جنورۍ په 31مه په کوهاټ کې د حکومت په مرسته دواړو فريقينو ترمنځ جرګه شوې وه چې پکې د شوې لوظنامې څوارلس نکاتو عملي کولو په لړ کې دواړو خواو حکومت ته د کمېټيانو جوړولو لپاره د څوارلسو، څوارلسو تنانو نومونه ورکړي وو.

د فرورۍ په درېيمه نیټه پېښور کې د شيعه او سني ټولنو د مشرانو ترمنځ د ټل۔پاړاچنار لارې د پرانستلو، وسلې غورځولو او په سيمه کې پاتې مورچو ړنګولو په هکله جرګه شوې وه