مودي خبر نه دی چې "پټهان" عمران خان په یوټرن خان مشهور دی

زاړه پالي هندي وزیراعظم نرېندرا مودي عمران خان ته ويلي دي که پټهان (پښتون) یې نو په خپله خبره ټینگ پاتې شه، داسې برېښي وزیراعظم مودي د پښتنو د قولونو د پاللو د روایت نه خبر دی (شاید فلم خدا گواه یې کتلی وي) خو ددې نه بې خبره دی چې پاکستانی وزیراعظم عمران خان په یوټرن خان مشهور دی.

په پلوامه کې د خونړۍ حملې ورستو د هند او پاکستان مشرانو که یو خوا یو بل ته د جگړې لپاره پتونونه وهلي دي نو بلې خوا یې په خبرو کې سیاسي او سفارتي چالونه هم لیدل کیږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تېره یوه اونۍ کې هند ته دوه ځله باور ورکړو چې که په پلوامه کې د خونړي برید په هکله کره معلومات لري نو پاکستان ته دې ورکړي چې په اساس یې سمدټکه گام واخلي.

تېره ورځ هندي وزیراعظم په راجهستان کې یوې اولسي غونډې ته وویل عمران خان ته یې په انتخاباتو کې د گټې ورستو په ټلیفون امبارکي ورکړې وه او ورته یې خواست کړې وو چې د جگړو څه نه جوړیږي، راځه چې په شریکه د بېوزلۍ او بېسوادۍ په ضد جنگ وکړو. د مودي تر مخه عمران ورسره لوظ وکړو او ویې ویل چې دی د پښتون بچی دی د خپلې خبرې به په شا کیږي نه.

مودي په خپل تقرير کې گواښ وکړو چې دا ځل به د هرې خبرې حساب کتاب کیږي، هغه پاکستان ته په اشاره کې وویل چې:

"دانه پانه پاني بند هوگا" یعني د ولگې تندې به یې وژني.

مودي خپلو خلقو ته وویل چې ستاسو مشر په دغه مقصد کار شورو کړی دی.

هغه دا هم وویل چې د اتنک (ترهگرۍ) کار خانې ته د جرندې لگولو وخت شوی دی، هغه وویل شاید دا کار هم دده په برخه رسي چې د ترهگرۍ کارخانې ته ته جرندې ولگوي.

د مودي په خیال هغه خپل پوځ ته د جگړې پوره اختیار ورکړی دی خو خلق نه وژل غواړي د تر هگرۍ کارخانې ختمول غواړي.

که څه هم هندي وزیراعظم پاکستان ته په واز کومې گواښونه وکړل خو عمران خان ته یې خپل لوظ هم وریاد کړلو چې که ته د یو پټهان (پښتون) زوی یې، او تل رښتیا وایي نو وس خپل قول پالې که نه؟

هندي وزیراعظم شاید د بالي ووډ خدا گواه فلم کتلی دی یا ورته چا د پښتنو د لوظونو د پاللو قیصې کړي دي البته ښکاري داسې چې هغه د عمران خان د بې اعتبارۍ قیصې هډو اوریدلي نه دي.

تېر کال په دسمبر کې د انگریزۍ ژبې یو پاکستاني اخبار پاکستان ټوډې ليکلي وو عمران خان د خپلو زیاترو لوظونو او اعلانونه نه په شا کیږي ځکه ورته د هغه سیاسي مخالفین یوټرن خان وايي.

دغه نیوکو ته په ځواب کې وزیراعظم عمران خان خپل دریځ داسې ویلی وو چې هغه رهبر یا مشر په اصل کې هډو رهبر یا مشر نه وي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم له خپلې کړې خبرې په شا نه شي یا د خپل کړي لوظ نه بې لوظه نه شي.

د پاکستان او هندوستان تر منځ وړاندې هم د تاو تریخوالی ورستو جگړې شوي دي خو دا ځل باوجود ددې چې حالات ډېر غیر معمولي لیدل کیږي او په ظاهره د جگړې تیارۍ روانې دي خو په اقتصادي غولۍ کې ښکیل وزیراعظم عمران خان او په ایشیا کې د اقتصادي اتلوالۍ خوب لیدونکې مودي به شاید دا نه غواړي چې په رښتیانو جگړه وشی.

ځکه خو مودي واي چې:

"اگر سچی پټهان هو تو اب اسکو کسوټي پر کسنی کي ضرورت هی"