محققین: په کانګرس فسادونو کې د دولسو څخه ډېرې تندروه ډلې ککړې وې

مسعود فریوار

په سر ښار کې د جنورۍ په شپږمه د صدر ټرمپ د پلویانو د تشدده ډکو مظاهرو راپه دېخوا په لسو ورځو کې محقیقینو برسېره کړې چې په دې پېښو کې د دولسو څخه ډېرو تندرؤ ډلو لاس درلودو.

د کانګرس په وداني د بایډن د صدارت د پخلي شنډولو لپاره په حمله کې د کیو انون، د انتهايي زاړه پالو پراووډ بوایز مېلشې، وايټ سوپرېمیټس، اڼټای ماسکرز او د ټرمپ د جنوني پلویانو د ډلو په شمول نورې ډلې شامل وې.

د اېس پي سي اېل د عملې مشرې لیسیا بروکس تر مخه:

“د سادرن پاورټي لا مرکز داسې یو شمېر ډلې وڅارلې چې د کرکې او تندروۍ برخه وې”

بروکس وي او ای ته د دولسو څخو زیاتو داسې ډلو نومونه ورکړي چې د هغې تر مخه په فسادونو کې ککړې وې.

ددې پېښو پلټنو کونکو نورو محقیقینو هم ددغه ډلو د نومونو پخلی کړی دی. ایس پي سي اېل دا ډلې ترهګرې ډلې نه دي ګرځولي. د قانون په ځای کونکو ادارو دا ډلې په کانګرس د حملې په منصوبه بندۍ نه دي ککړې کړي.

پوهان وايي ددې ډلو پیژندګلوۍ د دويي د جامو، کتبو، بیرغونو، بینرونو او نورو نښو نه وشوه.

په کليفورنیا پوهنتون کې د کرکې او تندروۍ د ذدکړو د مرکز مشر مدیر براین لیوین وايي:

“دويي د ښکاره ځای نه عملیات کول”

په فسادونو کې غیر مقبوله ډلې هم ورګډې شوې وې خو د ملېشو او پراووډ بوایز نومې ډلو ته پکې زیات پام ور اوختی دی.

په دې ډلو کې یوه د نېشنلیسټ سوشلېسټ کلب یا این ایس سي-131 هم وه چې په دې ورستیو کې د بلیک لایفز میټر تحریک په تیت وپرک کولو کې وپېژندل شوه.

بله ډله نو وایټ ګیلټ یادېږي.

خو سمه نه ده په ډاګه په دې فسادونو کې څومره ډلو برخه درلودله. محقیقین البته وايي کبو انون زیاتره ډلې فساد ته راپارولې دي.

څارنوالو تر اوسه نزدې 300 داسې مشکوک کسان په ګوته کړي چې په فسادونو کې ککړ وو.

د فسادونو دوه ورځې پس ایف بي ايي د پراوډ بوایز مشر نیک اوچ نیولی ؤ، دی په دغه فساد کې شریک ؤ.

د سرښار په تازه فسادونو کې ځیني هغه کسان هم وو چې په کال 2017 کې یې په شارلتس وېل ورجینا کې اړی ګړی ګړی کړی ؤ.

پراووډ بوایز ځانونو ته غربي شاونېسټ سړي وايي.

دې ډلې ته په قامي کچه هغه وخت پام ورواوختلو چې کله صدر ټرمپ ددغه غوښتنې په ځواب کې چې پراووډ بوایز رد کړه، وویل:

"هلکانو چمتو اوسئ"