خوږه بینه: شیرینه تو نه مې زړه بد داﺉ

د سپین سرې خوږه بینې د میړه ملک میرزلم خان په وینو کې لړلی مړی د کور په انگڼ کې د خپلو دوؤ وروڼو او دوه زامنو د جنازو په منځ کې پروت وو— د خوږه بینې د اینږیاندو او لوڼو کوکې د وړوکي کلي په لارو چنو کې اوریدل کیدلې— دهغې نمسي، نمسۍ په مړو لکه د مچیو بڼېدلې— د خپلو خپلوانو په مخونو یې د اوښکو لړئ روانې وې— د واڼا د موسا نیکه د غره په سوکو د وریځو په رنگ کې د حسنیانو د ماتم رنگ خورشوې وو— د وزیرستان په فضا گانو کې د فریاد ساندې اورېدی شوې، بیخي سا ډوبیدله— د چغو او ژړا گانو د اوازونو باوجود هم په سترگو کې یو یرونکی سکوت وو—

د خوږه بېنې یو بل زوی علي وزير د فیرنگي د زمانې د تور قانون ایف سي آر لاندې د پولیټکلۍ په بندي خانه کې بندي وو— خو د کونډو شوو اینږیاندو ،او یتیمو شوو نمسیو په منځ کې ولاړې سپین سرې بوډۍ نه سترگه نم وه او نه یې زړه ډوب شوې وو. دهغې په خله په خپله وزيرستانۍ لهجه دا یوه ټپه وه.

"شیرینه دې تو نه مې زړه بد دا

په دې لنډ لیچې دې نه وکړل وورینه"

د هغې په دې ټپه کې گیله هم وه، پیغور هم وو، او یو ویاړ هم وو.

ددغه پېښې نه دیارلس کاله ورستو سپين سرې بوډۍ خوږه بینه په بنو کې زرگونو پښتنو ته په یوه جلسه کې مخاطب وه— هغې په خپل خطاب کې پښتنو ته ویل

"راویښ شئ"!

هغې په خپل تقرير کې ویل چې کومه خبره به د دې خاندان په کال ٢٠٠٣ کې کوله نن یې ټول پښتانه کوي. هغې ویل د ترهگرۍ په نوم د پښتنو نوغی وښکل شو.

د ځاي خبریالانو تر مخه د خوږه بینې سخر گنۍ (سخرانه) د پخوا راهسې د سپیځلي سوچ سختن وه.

دا وخت په واشنگټن ډي سي کې میشت د دغه سېمې یو خبریال پير زبیر شاه وايي د دوی کور د ملک میرزعالم په گاونډ کې وو ، دهغه تر مخه د "میرزعالم کورنۍ د تل نه د روښان فکرانو او د وطنپالو په نوم یادیدله"

پروفیسره فرحت تاج لیکي په پاکستان کې د ترهگرۍ وړومبی ښکار دمیرزعالم کشر زوی فاروق وو.

د څېړونکو په خیال په پاکستان کې چې طالبان څرگند شو نو په اول کې به هغه خلق په نښه کیدل څوک چې په ټولنه کې د تندروۍ مخالفين وو.

د پښتنو په حقله د پاکستان په مطبوعاتو کې عمومن د د ښمنیو ساتونکیو او بدل اخستونکیو تاثر ورکړی کیږي چې پښتانه د مړي په بدل کې مړی خامخا کوي، خو په بنو کې سپين سرې خوږه بینې د مړو په بدل کې د مړو خبره نه کوله، هغې د انصاف گټلو او سیاسي جدوجهد خبره کوله. هغه د پښتنو د مزاحمتي تحریک برخه جوړه شوې وه.

Your browser doesn’t support HTML5

خوږه بینه وینا کوي

خوږه بینې د تقرير نه ورستو د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل

دښمنانو راته ټول سړي مړه کړل، یو زوی علي وزير مې په جیل کې وو، خلقو ویل چې علي وزير دې د پلار او روڼو جنازو له راشي، خو ما ورته وې چې نه دې راځي هسې نه علي د کلي جینکۍ په هتکړیو کې وویني.

هغې وویل د خاندانه یې ١٧ جنازې ووتې خو دښمن ته یې سنگر پرې نه ښودلو.

د خوږه بينې تر مخه ډېر سخت وخت تېر شو خو مشکلات لا ختم نه دي.

د خوږه بینې تر مخه کله یې نه دي ژړلي. هغې ویل علي وزير چې د قیده راغی نو په خپلوانو پسې یې ژړل، "ما ورته وې ولې ژاړې؟ ستا پلار او روڼه خو د خپل سوچ او مړانې په وجه مړه شوي دي" هغې دلته یوه ټپه وویله " دې میړانیو څلې وي په میداونینه"

د څوږه بینې زوی علي وزير دا وخت د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې متخب غړی دی، دهغې د سیمې نورو زلمیو په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په ټول پاکستان کې د پښتنو د بشری حقونو د ساتلو لپاره تحريک پیل کړی دی.

د ٢٠٠٣ نه تر ٢٠١٨ پورې په وزیرستان او نورو پخوانیو قبايلي سیمو کې د پښتنو د حقونو د ساتلو خبره چا نه کوله، خو په ٢٨ اکتوبر د بنو په سپورټس کمپلیکس کې د خوږه بينې خبرو ته په زرگونو پښتانه ناست وو او ټولو د خوندي ژوند کولو غوښتنه او د ترهگرۍ په ضد نعرې وهلې چې

"نور په ټیټو سترگو ژوند نه شو تېرولی"