فلم د ساعت تېري یا تفریح یوه مهمه ذریعه ګڼل کېږي اؤ د پوهانو په اند د فلم له لارې د ټولنې په ښه ډول اصلاح کیدای اؤ د خلکو په سوچ کې یو غوره بدلون راتلای شي.
خو د پښتو فلم یا سینیما ایا دغه رول لوبولی شي؟ اؤ آیا د پښتو فلمونه د پښتنو د ټولنیز ژوند او سوچ نمايندګي کوي؟ په دې اړه څيړونکي اؤ د فلمي نړۍ سره تړلي شخصیات بیلابیل نظرونه لري.
د مینې په موضوع جوړ شوی د پښتو یو نوی فلم "مائی لو" چې نن د جمعې په ورځ په پېښور کې نندارې ته وړاندې شوی د دغه فلم هیرو او یو تعلیم یافته ځوان عادل علي حیدر د خپل دې ړومبي فلم د مخکتنې په موقعه ډيوه سره د خبرو په مهال هیله ښکاره کړې چې د لوستو او پوهه پښتنو به دا فلم خوښ شي.
هغه دعوه وکړه چې د هغه دا وړومبی فلم ځکه د پښتنو ټولنیز ژوند او کلتور نمایندګي کوي. د عادل حیدر په خبره " پښتانه اوس ډیر مخکې تللي اؤ تعلیم یافته دي نو هغه ټول کلتور مونږ په نظر کې نیولی او یو فلم مو راجوړ کړی او دا ګام مو اخستی دی، امید کوو د کتوونکو به دا فلم خوښ شي".
خو په پیښور کې د مفکورې نومې څېړنیزي اؤ ادبي ادارې مشر او لیکوال حیات روغانی وایي د پښتنو په ټولنه کې د تفریح او قامي شعور لپاره د ښه فلم ډېر زیات ارزښت دی خو وایي د پښتو فلم یا سینیما دغه ذمه واري نه ده پوره کړې.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې ښاغلی روغانی وایي د پښتنو ټولنه کې مرګونه، نشې جواري، د سړو او ښځو معاملې او مسایل شته خو داڅنګه چې دغو پښتو فلمونو کې ښودل کیږي، داسې نشته او داسې ښکاري چې د یوې بلې ټولنې په هکله دغه فلمونه یوازې د پښتو په نامه جوړیږي.
د هغه په خبره "دې فلمونو کې ډیر داسې څیزونه مونږ وینو چې هغه په زمکه نشته. خو زمونږ ذهنونو کې کرل کیږی. ځکه که تاسو دې فلمونو ته وګورئ چې دا اوس جوړیږي ، په دې کې داسې ټولنه ښایي چې هغه اصل کې شته نه".
څیړونکي وایي د پښتو فلمونو کې پښتنو لیکوالانو او هنر مندانو ته هم د خپلې ټولنې او هنر ښودلو موقعه نه ورکړی کیږي ځکه دغه فلمونو کې پښتنې هنرمندانې هم کار نه کوي او لکه د تېرو وختونو په څېر اوس کورنۍ یا فامیلونه هم د پښتو سینیما ته نه ځي.
د پښتو فلمونو لیکوال اؤ ډایریکټر جنګریز خان وایي "چې کله فیملي لاړه نو فلمونه ځوانانو ته پاتې شول، فلمونه خراب شول، ختم شو، د خلکو ډیمانډز شو نو لازمي خبره ده ایکشن پکې راغلو".
خو نوی هنرمند عادل حیدر خان هیله من دی چې د نوؤ پښتو فلمونو کتلو ته به پښتانه سینیما ته ورځي:
"زما امید دی چې نور ځوانان به هم راځي او غواړي به چې د پښتو فلم کې کار وکړي که هغوي وړومبی کار نه کولو نو د هغې څه وجوهات وؤ اؤ خفه وؤ".
څیړونکی وایي د پښتو فلمونو کې د بهرني سوچ ، د بلې ژبې او کلتور د زنانه هنر مندانو ګډا او لباس سره د پښتنو د ټولنې او کلتور په غلط او ډیر بدرنګ انداز کې ښودل د دې فلمونو او پښتو سینیما د زوال سوب جوړ شوی او هم پښتانه دسینیما اوفلم د لارې بدلون هم راوستی شي.
د څېړونکو وینا ده د پښتو سینیما د زوال یو علت دا هم دی چې په پښتونخوا کې خپل سېنسر بورډ هم نشته چې د ډېرې مودې نه يې د جوړېدو غوښتنه کيږي خو لا دغه حق صوبې ته نه دی ترلاسه شوی.
څېړونکي وایي پښتو فلم انډسټري که هر څو دا مهال یو د زوال د دور سره مخ ده اؤ د پښتنو سیمو کې سینماګانې په ختمېدو دي خو بیا هم په پاکستان کې هرکال تر بلې هرې ژبې زیات د پښتو فلمونه جوړیږي.
د پښتو فلمونو د ولن او هیرو نقلي برېت او ږیره، ټوپک او د نورو صوبو نه کاسټ شوي هیروینې یا اداکارانې، د وسایلو هغه کمی څرګندوي چې د پښتو فلمونو جوړونکي ورسره مخامخ دي خو فلم جوړونکي وایي چې د کمو وسیلو باوجو یې هم په پښتو کې فلم ژوندی ساتلی دی.
په پېښور کې په تېرو شلو کالو کې په شپاړشو سنېماګانو کې لس یا تړل شوي او يا په نورو تجارتونو بدلې شوې دي. مردان، سوات او کوټه کې هم یو شمېر سنېماګانې تړلې شوې دي.