د نېشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا نن په پېښور کې په حق رسېدلی او د 50 کالو نه سېوا مودې سیاسي مبارزه یې سرته رسېدلې. ملګري یې وايي د مختار باچا چې څه ارمان وو، پوره نه شو.
د نیشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا د اقتدار د سیاست په ځای په نظریاتي سیاست یقین لرلو او غوښتل یې ټول کيڼ اړخه يا د لفټ د سیاسي سوچ لرونکي یو شي.
سياسي ملګري يې وايي، د هغه تر مرګه پورې دغه ارمان و خو پوره نه شو او د مختار باچا مړينه د مترقي پښتنو لپاره یو غټ سیاسي تاوان ګڼي.
د مختار باچا یو پخوانی ملګری او سیاسي فعال انور زیب وايي، څنګه چې مختار باچا د 50 کالو راهسې سیاسي مبارزه د طالب علمۍ نه شورو کړې وه،په ولسي سیاست یې خاتمه وشوه .هغه تل د ځپلې طبقې غږ پورته کړی، په سياست کې فعال پاتې شوی او غوښتل یې چې مترقي او شعوري سوچ لرونکي راغونډ کړي.
"د نن دور چې کوم سیاسي حالات دي او کوم سماجي، معاشرتی حالات دي نو هغه خو به ډېر عجیبه غوندې او بې چېنه به و، او دغه کوشش یې و چې کيڼ اړخه يو شي او څه شعوري مرکز یې جوړ شي نو د هغه دا خواهش و".
د مختار باچا یو بل ملګري نظام باچا وويل، اکثر به چې ناست وو سیاسي خبرې اترې به یې کولې.
"باچا صېب د اجمل خټک نه ډېر متاثر و د هغه د افکارو نه، د هغه د شاعرۍ نه. او د هغه سره ناستې نه. د هغې نه پس دې دا چپ لاسې سیاسیت ته رجوع وکړه. او کمیونسټ پارټۍ کې باچا صېب و. او کله چې نيپ جوړه شوه نو هم باچا صیب د هغې حصه و. قومي انقلابي پارټۍ کې هم و. د هغې نه پس د نيشل پارټۍ صوبايي صدر و".
د مختار باچا کورنۍ د قامپاله سياست سره د ډېر وخت نه مل وه. د هغه پلار ميا ګل جان باچا د باچا خان او بيا د ولي خان د سياسي لارې مل و او باچا خان لا ولي خان چې کله بونېر او بيا د پيربابا سيمې ته راغلي نو د ميا ګل جان باچا مېلمانه پاتې شوي.
د بونېر په مترقي سوچ لرونکو کې مختار باچا د نورو ټولو نه وړومبی ياد شوی او د شوروي اتحاد په وخت کې د مختار باچا او د هغه د نزدې ملګرو په وجه بونېر ته لېټل ماسکو لا وړوکې ماسکو هم ويلی کېده.
د مختار باچا يو بل پخواني او همځولي ملګري فرید خان د هغه په مړينه د خفګان څرګندونه وکړه او وې یې ويل، "بیګانګي دې ملک کې خوره ده دې د لفټ کارکنا نو کې، په دويم مارچ پروګرام و دی ناجوړه هم و باران هم و خو ده په تقریر کې وويل، چې ما د لفټ دکارکنانو رايو ځای کولو هلې ځلې کولې".
پښتون سياستوال افراسياب خټک په اېکس (پخواني ټويټر) د مختار باچا په مرينه ليکلي،
"د کامرېډ مختار باچا د مړينې سره پاکستان کې د خواريکښ طبقې د مبارزې او ترقي پسند سیاست يو عهد تمام شو. هغه خپل ټول ژوند خپلو نظرياتو ته وقف کړی او په سختو حالاتو کې د خپلې مبارزې څخه نه و په شا شوی، د مختارباچا مبارزه د ملک او سیمې د سياسي تاريخ نه هېرېدونکې برخه ده".
د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان په خپله اېکس پاڼه ليکلي،
"مختار باچه يو ثابت قدمه په مسلسل مبارزه يقين لرونکی سياسي کارکن و، هغه په خپل ټول ژوند نه يوازې د ځپلې طبقې دپاره غږ پورته کړی بلکې په عملي مبارزه کې یې هم برخه اخستې، تکليفونه یې زغملي او په خپلو اصولو یې جوړجاړی نه دی کړی".
د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په اېکس ویلي،
"مختار باچا د طبقاتي جدوجهد یو نه ستړی کیدونکی مبارز و. د محرومه او مظلومه قامونو کلک ملګری و. زمونږ لکونه خلک چې کله په ۲۰۰۹ کې د سوات نه بې کوره ( IDPs) شو، نو مختار باچا او د هغه ملګرو د امن تحریک د پلېټ فارم نه زمونږ د بحالۍ د پاره غږ پورته کړو. د مختار باچا روښانه او سپیځلی کردار به تل ژوندی وي".
پاکستان کې د بشري حقونو کېمشن هم د مختار باچا په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده. د مختار باچا نزدې ملګري وايي د هغه جنازه به د جمعې په سهار د پېښور په باغ ناران کې کيږي او بيا به يې مړی خپل کلي پاچا کلي ته د ښخېدو د پاره وړل شي.