ملا برادر د افغان سولې د خبرو لپاره چا مشر کړو؟ 

په قطر کې د امريکا او د افغان طالبانو د خبرو په دويم پړاو کې د طالبانو د پلاوي مشري د پاکستاني قيد نه د خلاص شوي طالب مشر ملا عبدالغني برادر ته سپارل او د هغه ناڅاپه قطر ته د رسېدلو خبر د افغان سولې څارونکي حېران کړي او پوښتنې کوي چې په لوبه کې د دومره غټ بدلون په شا د چا لاسونه دي؟

د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې خبري ادارې رايټرز ته ويلي وو چې طالبان او امريکا په قطر کې خبرو اترو ته تيار شوي خو د خبرو اترو په عمل کې به د اسلامي امارت معاون امير ملا برادر پخپله برخه نه اخلي. ښاغلي مجاهد دا هم ويلي وو چې ملا برادر خپل نايب هم ټاکلی چې د قطر په خبرو کې د هغه نمايندگي وکړي.

د افغانستان د پاره د امريکا د صدر ډانالډ ټرمپ خصوصی استازي ځلمي خليلزاد په خپل يو ټويټ کې ويلي قطر ته رارسېدلی:

"د قطر د حکومت مننه کوم چې د خبرو اترو کوربتوب کوي او د پاکستان مننه کوم چې د (طالبانو) سفر اسانتياوې يې برارې کړې. اوس به د طالبانو د يو نور اختيارمند پلاوي سره ژر تر ژره خبرې پيل کړم"

د افغانستان د امن عالي شورا د دارلانشا مشر عمر داودزي هم مطبوعاتو ته په خپله وينا کې د هغه هېوادونو مننه کړې چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته يې قطر ته د تلو لار هواره کړې ده.

کله چې طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سره د دوی پلاوی په اسلام اباد کې ليدل کتل کوي او بيا دغه اعلان پاکستان هم تايد کړو نو د افغانستان حکومت د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا نه غوښتنه وکړه چې د طالبانو ځيني غړي چې د خبرو اترو په عمل کې مهم گڼل کيږي د نړيوال بندېزونو لاندې دي او د دوی سفرونه دې ودرول شي. او دغه شان د ملگرو ملتونو لخوا د طالبانو پاکستان ته سفر ودرول شو.

په ځينې مطبوعاتو کې دا هم راغلل چې د پاکستان ټاکل شوي او د طالبانو ټاکل شوي پلاوي جدا جدا دي چې پاکستان ورته څه غبرگون ونه ښودلو خو د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد دغه خبرونه د غربي ميډيا مشمشې (تبليغات) وگرځول.

خو چې اوس ملا برادر په قطر کې ناست دی او د خبرو اترو مشري کوي نو پوښتنه دا راپورته کيږي چې د زبيح الله مجاهد کوم بيان ريښتيا ومنلی شي چې د طالبانو خپل منځي اختلافونه نشته او که دا چې ملا برادر به د قطر په خبرو کې گډون نه کوي؟

او که نه دا وانگېرل شي چې د ملا برادر په سر په طالبانو کې هم اختلاف و او شته او هم د پاکستان سره په اسلام اباد کې خبرو اترو ته تيار نه وو؟ بله دا چې ملا برادر او د هغه پلويانو غوښتل چې د قطر خبرې اترې دې هم د ملا برادر په مشرۍ کې وشي نو دا زور او ملاتړ يې د کومه پيدا کړو؟

ملا برادر نزدې لس کاله پاکستان په جيل کې وساتلو او سوب يې دا ويل کيږي چې ملا برادر د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره اړيکې نيولې وې او، غوښتل يې په خپل سر د افغانستان د سولې خبرې اترې وکړي چې دغه عمل يې پاکستان ته د منلو وړ نه و او ځکه دومره موده بنديوان پاتې شو.

اوس دا هم نه ده معلومه چې تر يوې اوږدې مودې د پاکستان په بند کې ساتل شوی ملا برادر لا هغه شان يو خپلواکه فکر او دريز لري او که نه د جيل حالاتو به ورله سوچ او دريز گړبولی وي. مهمه دا ده چې ملا برادر کورنۍ چرته ده؟ که په پاکستان کې وي نو د کورنۍ په وجه به هغه څه غواړي چې د پاکستان په گټه تماميږي؟

د بلې خوا د طالبانو د پلاوي د پخوانی مشر شير محمد عباس ستانکزي حيثيت به اوس څه وي؟ د مطبوعاتو تر مخه ستانکزی د پاکستان د استخباراتي ادارو نزدې ملاتړ منلی کيږي چې وايي د افغان مجاهدينو د وخته ورسره اړيکې لري.

په ښاغلی ستانکزي د پاکستان د اثر يا اغېز قيصه د افغان مجاهدينو د وخت نه پيل کيږي. نوموړی چې کله د هند د پوځي کالج نه لوړې زدکړې پوره کړې نو په دغه وخت کې افغانستان ته د شوروي اتحاد ځواکونه ورغلي وو او خلاف يې په پاکستان کې د مجاهدينو د مقاومت ډلې جوړې شوې او روزل کېدل يې پيل شوي وو. ستانکزی هم د هند نه پاکستان ته ورغی او د خپلې خوښې د جهاد ميدان ته يې ودانگل. د نيويارک ټايمز په يوه اوږده مقاله کې د ستانکزي په اړه ليکل کيږي چې د نوموړي سره هغه وخت دوه داسې هنرونه وو چې ده ته يې سملاسي گټه ورکړه. يو هنر يې دا و چې انگريزي ژبه يې په روانۍ ويلی شوه او بل دا چې پوځي تربيت يې هم په هند کې شوی و.

په ميډيا کې د ښاغلي ستانکزي لنډ مهاله ځلا اوس په تتېدو ده ځکه چې دغه څوکۍ بل طالب ملا ته په لاس ورکړل شوه.