په پاکستان کې عدالتونه جر نیلانو ته د سزاگانو ورکولو توان لري؟

د پاکستان یو ځانگړي عدالت امر کړی دی چې د پخواني پوځي ډکټیټر او دعدالت نه مفرور جنرل پرویز مشرف خلاف د ځنډ ښکار د غدارۍ قضیه به د اکتوبر د نهمې نیټې نه بیا پیل کوي.

د درې کسیزه عدالت یو جج یاورعلي نن د ستمبر په لسمه ويلي دي چې دغه قضیه به "خپل منطقي انجام" ته رسوي، هغه وویل د قضیې اورونه به هره ورځ کیږي.

ځانگړي عدالت دا امر په داسې وخت کې وکړو چې د پاکستان د نوي منتخب حکومت په تازه جوړه کړی شوې مرکزي کابينه کې نزدې نيم وزیران او مشیران د جنرل مشرف د کابينې غړي پاتې شوي دي.

په دغو وزیرانو کې تر ټولو اهم د قانون او انصاف وزير فروغ نسیم دی چې دوزير جوړیدلو څخه د مخه یې د جنرل مشرف د غدارۍ په قضیه کې د هغه دفاع کوله.

په مرکزي کابینه کې د جنرل مشرف د پخوانیو وزیرانو موجودگۍ وس دا پوښتنې راپورته کړي دي چې ایا عدالت به په دغه قضیه کې خپلواکه پاتې شي؟

د سپریم کورټ او هاي کورټ بار ایسوسي ایشن پخوانی صدر او وتلی قانون دان لطيف افريدي وي او ډیوه ته ويلي دي:

" زما خپل خیال دادی چې په عدالت باندې مشرف صفا کوي"

د ښاغلي افريدي په خیال عدالتونو ازاد نه دي:

"دهغه نه به دويي (ججان) دا تپوس وکړي چې تا (مشرف) ایئن د پښو لاندې کړی دی ماته په سلو کې یو برخه هم نه ښکاري."

د قانون دان لطیف افريدي مرکه په لانديني اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د لطیف افريدي سره د ډیوه خبریال رحمان بونيري مرکه

تر نهه کالو پورې د پاکستان د واک اختیار په خاوند جرنیل مشرف باندې د نوازشريف په حکومت کې په کال ٢٠١۴ کې دغدارۍ قضیه جوړه شوې وه. په جنرل مشرف تور دی چې په غیر قانوي توگه یې ائین ځنډولی او بیړنی حالت په ځای کړی وو. په پاکستان کې د هیواد سره دغدارۍ سزا مرگ ده.

د جنرل مشرف په غیر قانوني کارونو کې یو دا هم وو چې د سترو عدالتونو قاضیانو ته یې بیا سوگند ورکړی وو. ځيني وتلو قاضیانو د سوگند اخستلو نه انکار کړی وو خو دسپريم کورټ اوسني چيف جسټس میا ثاقب نثار د پرویز مشرف د لنډ مهاله ائین (پي سي او) لاندې سوگند اخستی وو. د عدالتي او قانوني چارو ماهران دغه ډول ججانو ته سپک گوري.

په چيف جسټس ثاقب نثار د عمران خان سیاسي مخالفينو ته د زیان رسولو دتور نه علاوه دا نیوکه هم کیږي چې اولس ته د انصاف ورکولو په ځای په هسپتالونو چاپې وهي او ډیمونه جوړوي.

ښاغلی افريدی وايي په اوسني حکومت، عدالتي نظام او فوځ د مخالفو گوندونو د تنقيد د زور کمولو په خاطر د مشرف مقدمه بیا ژوندې کول یوه ډرامه ده، هغه وویل دا مقدمه مشرف ته د سزا د پاره نه ده

ښاغلي افريدي وویل د پاکستان عدالتونه د جرنیلانو د اثر لاندې دي او د پاکستان طاقتورو جرنیلانو ته سزا ورکول تر هغې نا ممکن دي تر څو ټول جمهوري قوتونه یو شوي نه وي.

"تر څو چې دا ټول سیاست دانان راپانسي چې مونږ ددغې فوج په جمهوریت کې مداخلت نه منو نو ددې نه خلاصې ماته نا ممکن ښکاري"

د پاکستان د عمر نیمه برخه جرنیلانو په زور حکومت کړی دی. په فوځ دا هم تور دی چې که په واک کې نه دي پاتې شوي نو هم یې تل عدالتونه او پارلېمانونه د خپل مټ لاندې ساتلي دي.

په تاريخي توگه په پاکستان کې د پوځي مشرانو په ضد لگیدلو تورنه په اړه عدالتونو څه پرېکړې نه دي کړي. پوځ تل وايي چې په پوځي کچه د تورونو یا قانوني نیمگړتیاؤ د پلټنو لپاره به فیصله پوځي عدالتونه کوي.

په پاکستان کې پوځ ځان د پاکستان د سلامتۍ، ایئن او اسلام محافظ گڼي. په ١٩٧٧ م کې پوځي آمر جنرل ضیاالحق د منتخب وزيراعظم ذوالفقار علي بټو د حکومت نسکورولو په وخت په خپله وړومبۍ وینا کې د نظریاتي سرحدونو د حفاظت تشريح داسې کړې وه چې د ریاست واک "مومن پوځ" د اسلام د سر لوړۍ او د هېواد د نظریې د تحفظ په خاطر په خپلو لاسونو کې واخستلو.

مشرف د کال ٢٠٠٨ راهسې په دوبۍ کې د خپلې اندې جلاوطني تیروي خو عدالتونو وايي فراري دی.