روژې کوژې ماتې

هغه داسې سوړ غوندې سحر وو د انغري په مړو سکرو کې چاې جوش پروت وو او ورسرره نزدې شکور د سړو پراټو ډک وو، خو د انغري په غاړه لکه د نور کله په شان دکور خلک چاېو ته نه وو راټول شوی.

ما چې سترګې اومګلې د ابئ نه مې په خوبولي آواز کې تپوس اوکړو.

'' بې بې، دا څه چل دې؟ دادا څه شو؟ او تاسو چاې نه څښئ؟"

بې بې راته اوښاندل، وېل ځويه روژه ده، مونږه ټولو پېشمنی کړی او نور خوراک به ماښام په روژه ماتي کې کوو.

پېشمنی؟ نو زه به مو هم راپاسولی وی کنه؟؟

ما په بيګل لاس پورې کړل

مور قلارول، خو ما نه منله، آخر يي په دې پخلا کړم چې نن چاې اوڅکه، صباله به دې پېشمني ته پاسوم.

په دې خبره مې د کوهي غاړې ته منډه کړه، مخ لاس مې اوينزل او بيا مې د انغري په غاړه د سړو پراټو د شکور نه خپې راتاؤ کړې او د سړې چاې نه مېورسره بې حسابه پيالئ اوڅښلې، خو په خيالونو کې مې د پېشمني کرپندۍ پراټې ګرځېدلې.

دغه زما د روژې سره لومړۍ پېژنګلو وه.

ځنې پښتانه په مانځه کې ټګي کوي خو روژه ورته د ايمان نه زياته دغېرت خبره ښکاري نو ځکه که مري خو روژه خوړل ورته ډېر بد ښکاري او په هر حال کې يي نېسي.

هغه ورځ د کلي خلک د پټو د کارونو نه هم په وخت کورونو ته راغلل. هر سړي د کورنه کټ راخستی وو او د ولې په غاړه د توتانو جنګۍ کې يي ځان له ګور سيورې نيوو.

دغه غرمه په ټول کلي کې چپه چپيا وه، نه په کلي کې جينکو تنورونه لمبه کول او نه چا تنورونو له خشاکونه او قولپۍ وروړلې. په ټول کلي يوه بوګنونکي خاموشي خوره وه داسې ښکارېده چې سمه نيمه شپه وي.

د ماسپخين د مونځ پورې ټوله غرمه د کلي خلک په خښ خوب اوده وو چې مانځه لا راپاسېدل نوهر سړي به څادر په وله کې لمدَوو او په سر به يي کېښوده. يو نيم سړي به پکې لمده توليه په سره کېښوده. ماسپخين قضا چې سيوري اوږده شول د کلي خلکو خپلې ساېکلې را اويستلې او بازار ته د روژه ماتي اخستو د پاره روان شول.

زيارت شاه کاکا د خانانو د ناظرانو د پاره روژه ماتي اخستلو په خاطر ټريکټر راروان کړو او هغه کسان چې ساېکل يي نه وو هغوي په دغه ټريکټر پورې اونښتل ما هم د ټريکټر په لنکونو پورې ځان مچله کړو.

هغه ماځيګر په بازار کې د خپې د لږېدو ځاې نه وو د خواؤ شا کلو خلک په اېړ د روژه ماتي اخستو دپاره په بازار کې ګرځېدل. د کجورو، اچار او پکوړو په دوکانونو هم رش وو خو د واورې په دوکان خو خلک لکه د مچ مېږو ورمات وو د واورې دوکاندارچې د واورې سوانچېيي د ويلې کېدو نه د بچ کولو په خاطرد سوتلو په بوجو پټې کړې وې به هر سړي نه پېسې اخستې او په توکل به يي د واؤرې په سوانچه په سونبه کرښه راښکله او هر سړي له به يي په توک يوه ټکړه رابيلوله چې داکثروتنده نيولي روژه تيانو به ورته په خله کې اوبه راتلې.

په بازار کې څو ځاې په واوره جګړې هم اوشوې خو خلکو به پکې خلاصې اوکړو نمر په غرغره وو چې خلک د بازار نه واپس کلي ته ستانه شول.

په کور کې مورابۍ پکوړې تللولې او په يو غټ بالټي کې ګوړه راخوشته کړې وه چې ورسته يي د لوپټې نه چڼ کړه او په يو سلوري بالټي کې يي ترې شربت جوړ کړو. نيمبو يي پکې نچوړ کړوواوره يي ورته دڅادر په پلوسکي کې وټکوله او ورته يي واچوله يوه شېبه پس سلوري بالټي خوله اونيوله،او زما په خوله ورته هم اوبه راغلې.

ابۍ ترې ماله لږ غوندې په جام کې راواچوو چې زه يي خوږه پيکه اوسکم.لومړی ځل وو چې دومره يخ او مزېدار شربت مې څښلو ډيره مزه يي وه. دادا به روژه ماتې په حجره کې کوو مور ابۍ راله د حجرې د پاره پکوړې او چاې ډوډۍ راکړه او بيا يي راته اويل ځويه دا واړه روڼه خوېندې دې هم د ځان سره د ولې غاړې ته بوځه او چې روژې ماتې شي بيا کور ته راځۍ.

د ولې په غاړه د جمات دروازې ته د ټول کلي واړه راجمه شوي وو او د ماښام د بانګ انتظار يي کوو. د لومړۍ روژې د ماښامي هغه منظر ماته اوس هم ياد دی چې کله شيخ صېب د بانګ دپاره د جمات هغه ګټې پلو ور روان شو چې بانګ به يي ترې کوودغه وخت د کلي ماشومانو هم ځانونه د چغو او منډو د پاره تيار کړل.

د الله اکبر غږ څه وه چې د کلي ټولو وړو چغه کړې:

" روژې کوجې ماتې - په تالي کې څلورنيمې ډوډۍ ماتې"

د دې چغو سره د جمات ور سره راټول شوي واړه د کلي په ټولو لارو د خپلوخپلو کورنو پلو په منډو شول او په دغه چغو کې د ماښام بانګ ورک شو. د ټول کلي نه دماشومانو دروژې کوژې ماتې د چغو انګازې را ښتلې. ما هم خپل ماشومان روڼه خوېندې د ځان سره راپه منډه کړل او کور ته مو ځان په يوه چغه راورسوو، په کور کې ابې، خورۍ او لالا دلي په روژه ماتي ناست وو. مونږه له يي هم په لاس کې پکوړې راکړې او د ګوړې د شربت د بالټي نه مو پخپله خوښه ډک جام شربت هم اوڅښه.

لږه شېبه وروسته د حجرې نه خلک جمات ته د ماښام مانځه له لاړل،او ما په حجره کې د ګوړې د شربت د بالټي نه هم يو جام په سر راواړو، چې پکې د نچوړ شوي نيمبو چنګرې پرتې وې.

ما د حجرې نه د روژه ماتي لوښي کور ته راوړل، لږه شېبه پس د ماسختن بانګونو سره سم خلک جمات ته تراوو له لاړل او مونږه د کلي په درمن کې پټپټوني شورو کړل.

بلې شپې له ابۍ خپله وعده پوره کړه، زه ېې پېشمني ته پاڅولم.

د کور خلک د آنګڼ په مېنځ کې يومېز ته په دوه کټونو کې ناست وو په مېز لاټېن بلېده چې ورته د ناستو خلکو سېوري د کورپه دوو ديوالونو خوزېدل. مور ابۍ چاې پراټې پخولې او خورۍ به مېز له راوړلې زه هم د کټ په لنګه پېشمني ته لېواله ناست ووم.

د کټونو لاندې څو چرګان هم ګرځېدل چې غړۍ يي اوږدې اوږدې کولې خو په زمکه يي ټونګې نه وهلې.

د کور خلکو ډېر په زړه ماتي چاې او پراټې خوړلې ټول د خوبه وو او داسې ښکارېده چې لکه چا په زور خوراک ته کېنولي وي.

د روژې هر ماښام اختر وي

زرې زرې د پېشمنې د غږه یمه

دغه زما د ژوند لومړې پېشمنې وو چې وخت په وخت به د لرې نه د تورانکو آوازونه هم راختل چې د پېشمنې مال دغه خاموشي به يي نوره هم درنه کړه. هم دغه وخت زيارت شاه کاکا د حجرې د برج نه په يو زوړ ډرم نغاره اوهله، او بيا يي آواز اوکړو.

"خداې مو اوبښه! اوبه موبه اوڅښئ، او که چا خوراک نه وي کړې نو تادي کوئ ځانونه ښه ماړه کړۍ ګنې د اوړي اوږدې روژې دي صبا به درنه خپې تاويږي"

دادا د زيارت شاه کاکا په دغه تبصره د ځان سره رو غوندې موسکې شو د نسوارو چونډۍ يي د خلې نه ګزار کړو او د خلې کنګالولو وروسته يي د منګي د یخو اوبو جام په زور زور تش کړو.