د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو اداره وایي تر نورو د پښتو ویونکو زیاتې پلټنې کوئ

د پاکستان د شناختي کارډ ادارې [نادرا] د پښتنو د لکونو شناختي کارډونو تر بندولو وروسته خپلو ملازمینو ته امر کړی چې د شناختي کارډ جوړوونکو پښتنو کلکه پلټنه او کره کتنه وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند سنېټر شاهي سید د ګل- دوشنبې په ورځ د سېنټ د کورنیو چارو د کمېټۍ په غونډه کې دا موضوع را پورته کړه او د نادرا دغه ګام یې د پښتنو ځورول او له دوی سره د ژبې او وینې په بنیاد کرکه وګڼله.

ښاغلي شاهي سید له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د شناختي کارډ مرکزي ادارې د نورو پاکستانیانو په پرتله یواځې پر پښتنو شک څرګند کړی او د هغوی د څارنې لپاره یې خپلو کارکوونکو ته ځانګړی امر کړی دی. شاهي سید وایي:

"د نادرا په دې نوي فرمان کې په ۸م نمبر دا ماده هم شامله کړل شوې، چې وایي 'پښتو ویونکي او مشکوک خلک به ځانګړي مېز [ډیسک] ته لېږئ'، ولې یواځې له پښتو ویونکو سره داسې کېږي؟ موږ د دې کار غندنه کوو او دا پکار نه دی"

شاهي سید وایي اوس د پاکستان په ټولو ادارو کې هم او پنجاب ته د تلو په وخت هم د پښتنو لس تلاشۍ اخیستل کېږي، دا د پښتنو سپکاوی او بې عزتي ده. وایي پښتون په دې ملک کې مړ هم شو او بدنامه هم شو:

"څنګه چې په نړۍ کې پاکستان بدنامه شوی دی، دغسې په پاکستان کې دننه په پنجاب، سیند او بلوچستان کې پښتانه بدنامه شوي دي، ټول پښتانه ترهګر نه دي، خصوصاً د قبایلي سیمو له خلکو سره ډېر زیاتی کېږي چې موږ یې غندنه کوو"

د سېنټ د کورنیو چارو د دایمي کمېټۍ مشر سنېټر رحمن ملک هم- چې له پیپلز ګوند سره تړاو لري- د نادرا دغه پرېکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې توندروي او ترهګري له کوم ځانګړي قوم او ژبې سره تړاو نه لري.

د پاکستان د سېنټ د کورنیو چارو دایمي کمېټۍ د نادرا دغه ګام په کلکه غندلی او د نادرا پر مشر یې غږ کړی، چې کمېټۍ ته وړاندې شي او د خپل نوي فرمان سپیناوی وکړي.

د نادرا مرکزي ادارې تر اوسه د خپلې نوې پرېکړې په اړه څه سپیناوی نه دی کړی، چې ولې یې یواځې د پښتنو د کلکې څارنې امر کړی، خو د پاکستان په ټولو ایالتونو کې مېشت پښتانه شکایت کوي چې په وروستیو کلونو کې دوی تر بل هر چا زیات د شناختي کارډ جوړولو په وخت ځورول شوي دي.

د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې نادرا چې په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د مشکوکو کسانو شناختي کارډونه تړلي یا بلاک کړي، په هغوی کې زیات شمېر د پښتنو دی. د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزارت تېر کال قومي اسمبلۍ ته ویلي وو، چې لږ تر لږه ۴ لکه شناختي کارډونه تړل شوي او په هغوی کې ۶۳ فیصده د پښتنو دي.